Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبلخ کې د افغان ـ اوزبیک سوداګرو ګډه ناسته ترسره شوه

بلخ کې د افغان ـ اوزبیک سوداګرو ګډه ناسته ترسره شوه

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۰مه)  د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د «ازبکستان ـ افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو فورم» تر نامه لاندې ګډه ناسته وکړه.

دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه نن دوشنبه د افغان سوداګرو او د ازبکستان د نمنگان ولایت د والي په ګډون جوړه شوې وه.

بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد ابراهیم غضنفر په دې ناسته کې ویلي چې،په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۸ میلیارده ډالره وه او د دې کچې د لا زیاتېدو لپاره هڅې روانې دي.

د دې ناستې په څنډه کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو یو ورځنی نندارتون هم د مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مرکز جوړ شو.

د یادونې ده چې، افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون یکشنبه وویل، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت څو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...