Homeخبرونهد اسلام‌اباد په څلور اړخیزه ناسته کې د سیمې د کړکېچ پر...

د اسلام‌اباد په څلور اړخیزه ناسته کې د سیمې د کړکېچ پر پای ټینګار شوی

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۰مه)  د اسلام ‌آباد په څلور اړخیزه ناسته چې د پاکستان په کوربه توب جوړه شوې وه، په کې د ګډونوالو له‌خوا په منځني ختیځ کې د جګړې د پای او د هرمز تنګي پر بیا پرانیستې ټینګار وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې په پای کې یوځل بیا ټینګار کړی چې، هېواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره کوربتوب ته چمتو دی.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له دې چې پر ډیپلوماسۍ ټینګار کوي، خو د وروستیو مالوماتو له مخې سیمې ته یې د ځمکنۍ جګړې د چمتووالي لپاره نور ځواکونه هم استولي.

دغه راز په جګړه‌ییز ډګر کې د جګړې د درېدو او د کړکېچ د کمېدو هېڅ څرګنده نښه نه لیدل کېږي او لا هم د امریکا ـ اسراییلو او ایران ترمنځ پراخې نښتې روانې دي.

بل لورته بیا دغه څلور اړخیزه ناسته داسې مهال وشوه او په کې د جګړې پر پای ټینګار وشو چې، هم مهاله پاکستان د جګړې د لمن د پراخي هڅې ګړندۍ ساتلي او پر افغانستان یې هوایي یرغل دوام لري.

پاکستاني پوځيان هره ورځ افغان خاوره باندې هوایي یرغل کوي او پکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

1 COMMENT

  1. که پاکستاني چارواکي لږڅه معقول فکر وکړي هم به خپل هیواددبدبختیوپه امان کړي اوهم به په افغانستان کي بیګناه ښځي اوماشمان نه وژل کیږي ،تر هرهیوادورته دافغانستان دوستي ددوي په ګټه ده، ترهغه چي دبل بیګانه هیواددخوشحالولودپاره دخپل همسایه هیوادچي ډیر مشترکات ددین،مزهب،اوکلچر سره لري دناارامولودپاره لکیاوي چي دهغوي سره یو د بله دکومک لاسونه ورکړي ددواړوهیوادونوپه ګټه ده اویوقوي همسایګان به وي هغه وخت چي دادوستي په صداقت وي اوچال اوفریب پکښي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...