تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت دکانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلو مټره نللیکه غځول شوې ده.
یاد وزارت په یوه تازه خپره کړې خبرپآڼه کې ویلي چې، د دې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰ کیلومټره سیمه چمتو شوې ده.
د سرچینې په وینا په هرات کې د یادې پروژې په رغنیزو کارونو کې یې هم پرمختګ کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د پروژې سیمې ته نوې نللیکې او تخنیکي تجهیزات د لېږد په حال کې دي، چې دا به د کارونو په چټکتیا کې مهم رول ولوبوي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز لیکلي، تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه د هرات اړوند د پروژې ۱۵۳ کیلومټره برخه بشپړه شي.
ټاپي پروژه چې د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي، د انرژۍ د لېږد تر څنګ د اقتصادي ودې او سیمهییزو همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.