تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یکشنبې په ورځ درنې نښتې شوې او دواړو خواوو په خپل منځ کې دا نښتې تایید کړي دي.
تر دې مخکې له اختر راوروسته پاکستان د کونړ ولایت پر بېلابېلو برخو د درنو وسلو ډزو ته دوام ورکړی و خو پرون افغانستان هم د پاکستان د درنو بریدونو په ځواب کې د پاکستاني پوځیانو مورچې په نخښه کړې.
د یکشنبې د ورځې نښتې په داسي وخت کې وشوې پاکستان د منځني ختيځ د جګړې د کمولو لپاره د سيمهييزو قدرتونو کوربتوب وکړ او اعلان يې وکړ چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د خبرو کوربه شي.
د ټېلګراف ورځپاڼې پر اساس، چارواکو ويلي چې دواړو خواوو له درنو وسلو او توپخانې څخه کار واخيست او د کونړ ولايت او د خیبرپښتونخوا باجوړ ولسوالۍ ته څېرمه سيمې يې په نخښه کړې.
د طالبانو د ادارې مرستيال وياند حمدالله فطرت وويل چې د پاکستان په ډزو کې لږ تر لږه يو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي چې دوی يوازې د افغانستان له خوا د درنو ډزو په ځواب کې اقدام کړی او دا يې رد کړې چې ملکي سيمې يې ویشتي دي.
دغو پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې ځکه چې دوی رسنيو ته د خبرو اجازه نه لرله.
د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
تېره مياشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو سختې نښتې وشوې چې دواړو خواوو ته يې درنې مرګ ژوبلې واړولې. د دوو هیوادونو ترمنځ په ټول تاریخ کې دومره جدي او سختې نښتې نه وې شوې.
تر ټولو خونړۍ حمله د همدې مياشت په پيل کې د پاکستان له لوري په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز وه چې تر ۴۰۰ څخه زيات کسان پکې ووژل شول.
تر اوسه کابل په رسمي ډول نه دي ويلي چې ايا له خپلې خوا دا اوربند لا هم نافذ دی که نه.
پر کونړ د پاکستاني پوځيانو بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې