Homeخبرونهڅېړونکو د سګرېټ پرېښودو اسانه لار وموندله

څېړونکو د سګرېټ پرېښودو اسانه لار وموندله

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) ايا غواړې چې سګرېټ څکول پرېږدې، خو دا کار درته ستونزمن ښکاري؟

ښه خبر دا دی چې طبي متخصصانو يوه اسانه طريقه موندلې چې په سګرېټ پرېښودو کې مرسته کوي.

د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون يوې څېړنې ښودلې چې د اي-سګرېټو (الیکترونیکي سګرېټو) کارول د تمباکو د عادت پرېښودو لپاره د نورو طريقو پرتله ډېر اغېزمن دي.

په دې څېړنه کې د ۱۴ بېلابېلو څېړنيزو راپورونو جاج اخيستل شوی او د هغوی پايلې له يو بل سره پرتله شوې دي. څېړونکو وموندله؛ هغه کسان چې نیکوټين لرونکي اي-سګرټونه کاروي، د تمباکو څکولو په پرېښودو کې تر هغو کسانو ډېر بريالي دي چې نیکوټين پچونه، ژاولې يا نورې بديلې لارې کاروي.

که څه هم د اي-سګرېټو د اوږدمهالو روغتيايي اغېزو په اړه لا هم بشپړ معلومات نشته، خو کارپوهانو ويلي چې لومړنۍ پايلې هيله بخښوونکې دي او ښيي چې دا وسيله کولای شي خلکو ته د سګرېټ په پرېښودو کې اغېزمنه مرسته وکړي.

د دې څېړنې پايلې په معتبره علمي مجله Addiction کې خپرې شوې دي.

د نړیوال روغتیايي سازمان پر اساس، تمباکو څکول د ګڼو ناروغيو، لکه سرطان او د زړه د ناروغيو، خطر زياتوي.

سربېره پر دې، د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د انسبرک پوهنتون يوې څېړنې ښودلې چې هره ورځ ۱۰ دقيقې معتدله قدم وهل کولای شي د سګرېټ غوښتنه په لنډ مهاله ډول کمه کړي او له سګرېټ پرېښودو وروسته پيدا کېدونکې عوارض هم رکم کړي.

دې څېړنې په لومړي ځل له کور څخه بهر فزيکي فعاليتونو او د تمباکو څکولو ترمنځ اړيکه څېړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...