Homeخبرونهد رېلي ترانسپورت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د رایې حق...

د رېلي ترانسپورت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د رایې حق وځنډول شو

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۷ مه) د رېلي (رېللارو) ترانسپورټ نړیوال سازمان وايي چې په دې سازمان کې د افغانستان د رای ورکولو حق له دې کبله ځنډوي چې د غړیتوب فیس یې نه دی ورکړی.

د دې سازمان په وینا، دا پرېکړه چې د مارچ په ۲۴مه اعلان شوه، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې عملي شوې ده او تر هغو به دوام ولري چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال او له هغې وروسته کلونو پورونه ادا کړي نه وي.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د دې سازمان د ۵۱م غړي په توګه شامل شو او هغه کنوانسیون یې لاسلیک کړ چې د نړیوال رېلي ترانسپورټ حقوقي چوکاټ ټاکي. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې هم د دې هېواد غړیتوب دوام کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې، افغانستان لا هم د دې کنوانسیون له مادو سره ژمن پاتې کېږي او کولی شي د څارونکي په توګه په غونډو کې ګډون وکړي، خو د رأیې حق به ونه لري او د دې سازمان په اداري کمېټه کې به هم ګډون نه شي کولی.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې که تر راتلونکو دوو کلونو پورې افغانستان خپل پورونه ادا نه کړي، عمومي مجمع کولای شي دا حالت له کنوانسیون څخه د افغانستان «ضمني وتل» وبولي او د افغانستان غړیتوب پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...