Homeخبرونهکابلوف: روسیه بګرام ته د امریکا بیا ستنېدا نه شي منلی

کابلوف: روسیه بګرام ته د امریکا بیا ستنېدا نه شي منلی

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۷ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، ویلي چې روسیه په افغانستان کې د امریکا د پوځي تأسیساتو د بیا ځای پر ځای کېدو او همداراز بګرام هوايي اډې ته د بېرته ستنېدو احتمال «په بشپړه توګه د منلو وړ نه ګڼي».

هغه یادونه وکړه چې د ډونالډ ټرمپ حکومت پر له پسې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

ضمیر کابلوف د روسیې خبري اژانس ریانووستي ته ویلي:
«موږ د امریکا او ناټو د پوځي اډو او زیربناوو جوړول، که په افغانستان کې وي او که د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې، په هره پلمه، په بشپړه توګه د نه منلو بولو.»

د روسیې د ولسمشر استازي هیله څرګنده کړه چې طالبان به «همداسې دریځ ته ژمن پاتې شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ۱۴۰۴ کال د سنبلې په میاشت کې ویلي و:
«موږ هڅه کوو چې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړو.»

همداراز په ملګروملتو کې د امریکا استازي مایک والتز،  مخکې د ایران د جګړې پر مهال ویلي وو:
«کاشکې موږ لا هم د بګرام هوايي اډه درلودای.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...