Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان پر کابل د پاکستان برید جنګي...

د بشري حقونو د څار سازمان پر کابل د پاکستان برید جنګي جرم وباله

تاند (جمعه، د وري/ جمل ۷ مه) د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د پاکستان د هوايي برید په اړه د خپلو موندنو په خپرولو سره، د کابل پر «امېد مرکز» شوی برید «غیرقانوني» بللی او ویلي یې دي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.

دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، د مارچ د ۱۶مې برید چې «امېد» مرکز یې په نښه کړ، لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژلي او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي، چې ډېری یې ناروغان وو.

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې بېړنۍ او بې‌طرفه څېړنه وکړي او د دې برید له عاملانو حساب واخلي.

د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن،  ویلي:
«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز په کابل کې، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»

د دې سازمان په وینا، په دې برید کې یو لوی درملیز کمپلکس نه نښه شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا، درې ودانۍ — د خوړو تالار، د استوګنې ودانۍ چې شاوخوا ۴۵۰ ناروغان پکې وو، او یوه د ساتنې خونه — په نښه شوې دي.

د بشري چارو یوه نړیوال مرستندوی ویلي چې ډېری ناروغان د برید پر مهال د خوړو په تالار کې د روژه ماتې لپاره راټول شوي وو. ملګري ملتونه هم د دې مرکز د یوې برخې د «بشپړې ویجاړتیا» خبر ورکړی، چې پکې تر درملنې لاندې کسان موجود وو.

پاکستان دا عملیات «دقیق هوايي بریدونه» بللي، خو د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې موجود شواهد دا ادعا نه تاییدوي.

دې سازمان زیاته کړې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر له خوا خپره شوې ویډیو ښيي چې یو توغندی د دې کمپلکس تر ټولو پر لویې ودانۍ لګېدلی او وروسته په نورو برخو کې هم چاودنې شوې دي.

د سپوږمکۍ د تصویرونو له ارزونې سره سم، د دې مرکز پراخې برخې ویجاړې شوې او څو ودانۍ یا په بشپړه توګه له منځه تللې او یا سختې زیانمنې شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې هېڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي چې له دې مرکز څخه دې پوځي استفاده کېده. د جګړې د قوانینو له مخې، روغتیايي مرکزونه ځانګړی خوندیتوب لري، او حتی که شک هم وي، باید مخکې له مخکې خبرداری ورکړل شي او د ملکي وګړو زیان باید نامتناسب نه وي.

دې سازمان ټینګار کړی چې د موجودو معلوماتو له مخې، دا برید «بې‌تمایزه او غیرقانوني» ښکاري، او حتی که پوځي هدف هم موجود و، ښايي د تناسب اصل یې نقض کړی وي.

همدارنګه ویل شوي چې د جګړې د قوانینو جدي سرغړونه، که په قصدي یا بې‌پروا ډول ترسره شي، د جنګي جرم په توګه ګڼل کېدای شي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان د عدلي او تخنیکي وړتیاوو کمزورتیا د قربانیانو د پېژندنې بهیر ستونزمن کړی. د یوه عدلي ډاکټر په وینا، ځینې جسدونه د پېژندنې وړ نه وو.

دا مرکز د هغو زندانیانو کوربه هم و چې له پلچرخي زندان څخه انتقال شوي وو، او همدارنګه هغه کسان چې د نشه‌یي توکو پر ضد عملیاتو کې نیول شوي وو. د دې سازمان په وینا، ځینې کسان له برید وروسته په ګډوډۍ کې نادرکه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو تاوتریخوالو په چوکاټ کې ارزولی دی.

په وروستیو میاشتو کې سرحدي تاوتریخوالی زیات شوی، او ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په افغانستان کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

دې سازمان له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو حساب ورکړي، او دا هم وڅېړي چې ایا د استخباراتي معلوماتو، د هدف ټاکنې او پوځي پرېکړو په برخه کې تېروتنه شوې ده که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...