Homeخبرونهد تېلو بحران: پاکستان له بهرنیو الوتکو وغوښتل چې له ځان سره...

د تېلو بحران: پاکستان له بهرنیو الوتکو وغوښتل چې له ځان سره کافي تېل راوړي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۷ مه) پاکستان بهرنیو هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د احتیاطي تدابیر په توګه له ځان سره د بېرته ستنېدو لپاره کافي تېل راوړي او په دې هېواد کې د تېلو اخیستل محدود کړي.

د عرب نیوز د راپور له مخې، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد د منځني ختیځ د روان بحران له امله د تېلو د سپما هڅې زیاتې کړې دي، دا پرېکړه د جټ الوتکو د تېلو د کمښت په اړه د اندېښنو له امله شوې ده.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (پي اې اې) دا لارښود د «د هوايي عملې خبرتیا لپاره» (NOTAM) له لارې د روانې میاشتې په پیل کې خپور کړی. دا اقدام د ایران د جګړې له امله د تېل په رسولو کې له اختلال وروسته شوی.

د دې سپارښتنې له مخې، له بهرنیو هوايي شرکتونو غوښتل شوي چې په پاکستان کې د جټ تېلو پر کارولو خپله تکیه کمه کړي، خو د هېواد کورني هوايي شرکتونه به د خپلو عملیاتي اړتیاوو مطابق تېل ترلاسه کوي.

د عرب نیوز د راپور پر اساس، یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي:
«د جټ A-1 تېلو د عرضې په لړۍ کې د اختلال له امله، د احتیاط په توګه هوايي شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې له بهر څخه زیات تېل له ځان سره راوړي او په پاکستان کې د جټ A-1 تېلو اخیستل کم کړي.»

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې یوه چارواکي تایید کړې چې دا خبرتیا د مارچ په ۱۳مه خپره شوې ده.

دا لارښود د پاکستان له مهمو هوايي ډګرونو تېرېدونکو الوتنو باندې تطبیقېږي او هدف یې دا دی چې د هېواد د تېلو پر زېرمو فشار کم کړي.

پاکستان په وروستیو اوونیو کې د تېلو د سپما لپاره اقدامات پلي کړي، ځکه چې هڅه کوي د منځني ختیځ د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله د عرضې د نامعلوم وضعیت اغېزې کنټرول کړي.

حکومت وايي چې د تېلو د عرضې او مصرف په اړه نژدې څارنه کوي او زیاتوي چې د عادي کارونې لپاره کافي زېرمې موجودې دي، خو د روانې میاشتې په پیل کې یې د پټرولو او ډیزلو بیه په هر لیټر کې ۵۵ روپۍ لوړه کړې ده.

چارواکي دا هم ارزوي چې که د ایران جګړه اوږده شي، نو ښايي د تېلو د سهمیې (راشن) سیستم هم عملي کړي.

په همدې حال کې، سره له دې چې پاکستان د افغانستان پر ضد جنګي عملیات بیا اعلان کړي، دغه هیواد د تېلو د کمښت له کبله له هوايي ځواکه کار نه اخلي.

1 COMMENT

  1. PAKISTAN WANTED;
    ALL PASSENGER WHO COME IN TO FUCKISTAN BRING TOILETT PAPEAR WITH SELF;
    BECAUSE PAKISTAN SHORT WITH TOILETT PAPER.
    SOME TIME SHAHBAZ SHAREEF DO POPO IN PANT.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...