Homeخبرونهپاکستان د تورخم دروازه بېرته وتړله

پاکستان د تورخم دروازه بېرته وتړله

تاند (جمعه د وري – حمل ۷مه)  پاکستان د تورخم دروازه د نیمې ورځې تر پرانیستو وروسته بیرته د کډوالو پرمخ وتړله.

ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون پر خپله فېسبوک پاڼه دا خبر لیکلی دی.

هغه په دې تړاو د دروازې د تړل کېدو دلیل نه دی لیکلی.

دغه لار پرون پنجشنبه له اوږده ځنډ وروسته پرانیستل شوه، چې پرې له پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

په یادو تازه راغلو کډوالو کې شاوخوا ۲۰۰۰ هغه کسان شامل وو چې د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي وو.

دغه لار داسې مهال بیا تړل کېږي چې، اوس هم له فرضي کرښې اخوا سلګونه کډوال افغانستان ته د راتګ په پار د انتظار شېبې تېروي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ شاوخوا شپږ میاشتې پوره کیږي خو لاهم داسې حل نه دی لټول شوی چې دواړو غاړو ته جګړه ودروي.

د کابل په اسمان کې بیا الوتکې لیدل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...