تاند (جمعه، د وري/ حمل ۷ مه) «وسواسي رابطه» (رابطوي وسواس) د وسواس فکري-عملي اختلال یو لږ پېژندل شوی ډول دی، چې له امله یې انسان د خپلې عاطفي اړیکې په اړه له دوامداره او ځوروونکو شکونو سره مخامخ کېږي. د عادي شکونو خلاف، دا مزاحم فکرونه حتی هغه وخت هم را څرګندېږي چې اړیکه سالمه او د رضایت وړ وي.
یو کس ښايي بیا بیا له ځانه وپوښتي:
ایا زه واقعاً خپل شریک خوښوم؟
ایا هغه «سم کس» دی؟
ایا زموږ ترمنځ کافي جذابیت او جوړه شته؟
دا فکري کړۍ دومره شدیده کېدای شي چې اړیکه زیانمنه کړي یا حتی پای ته ورسوي.
څېړنې ښيي چې له شاوخوا ۱ تر ۴ سلنه خلک د دې ډول وسواس ځینې نښې تجربه کوي، او دا شمېر په هغو کسانو کې چې د اضطراب یا وسواس درملنه کوي، تر ۱۰ سلنې پورې رسېږي.
د دې اختلال اصلي ستونزه دا ده چې انسان د اړیکې په اړه بشپړ یقین (قطعیت) غواړي؛ حال دا چې په انساني اړیکو کې دا کار عملي نه دی.
دا شکونه اکثره له وسواسي چلندونو سره مله وي، لکه:
- له عاطفي شریک څخه پرلهپسې ډاډ غوښتل
- د خپلو احساساتو د کوچنیو بدلونونو په اړه بیا بیا اعتراف کول
دا حالت د جوړو لپاره ډېر ستونزمن وي. عاطفي شریک معمولاً هڅه کوي چې مقابل لوري ته ډاډ ورکړي، خو دا کار په حقیقت کې د وسواس کړۍ لا پیاوړې کوي.
ډېر خلک کلونه کلونه له دې ستونزې سره بې له سم تشخیصه ژوند کوي، چې دا کار اړیکې ستړې او کمزورې کولی شي.
خو ښه خبر دا دی چې رابطوي وسواس د درملنې وړ دی. د دې اختلال اصلي درملنه «مواجهه او د غبرګون مخنیوی» دی، چې له خلکو سره مرسته کوي د اړیکو طبیعي نامعلوم حالت ومني او مزاحم فکرونه پرته له دې چې ژر یې حل کړي، وزغمي.
د درملنې هدف دا نه دی چې انسان مطلق یقین ته ورسېږي، بلکې دا دی چې وکولای شي پرته له دایمي ډاډ غوښتنې یوه سالمه اړیکه ولري.
په پوهاوي او مناسبې درملنې سره، ډېر خلک کولای شي خپل وسواسي فکرونه کنټرول کړي او بېرته پر خپلو اړیکو باور پیدا کړي.