Homeخبرونهد کابل په اسمان کې بیا الوتکې لیدل شوي

د کابل په اسمان کې بیا الوتکې لیدل شوي

تاند(جمعه، د وري/ حمل ۷ مه) د کابل ښاریان وايي چې نن شپه (جمعه) یې د پلازمېنې په اسمان کې یو وار بیا الوتکې لیدلي او ورسره هممهاله یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې څرګنده نه ده چې د چاودنو علت څه و خو باور کېږي چې بیا به پاکستاني الوتکو په کابل کې پر کوم ځای بمونه غورځولي وي.

تر دې وړاندې د پاکستان له لوري په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په بمبارۍ کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې په کابل کې د اورېدل شویو چاودنو او د دې ښار په اسمان کې د ګرځېدونکو الوتکو په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل په اسمان کې الوتکې وروسته له دې ولیدل شوې چې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د اختر په مناسبت په جګړه کې اعلان شوې وقفه یا لنډ اوربند پای ته رسېدلی او پاکستان د افغانستان خلاف خپل عملیات له سره پیل کړي دي.

1 COMMENT

  1. 52 هیوادو ته یی ماته ورکړې اوس کونه ورته ټینګه کړی یوه هیواد ته. د خرو ځامنو ډپلوماسی زده کړی، مکاتب خلاص کړی چی حد اقل یو څو هیواده مو په رسمیت وپیژنی. سوکه سوکه به مشرقی ولایات لنډغرو ته تخلیه کړی هغه وخت بیا پشیمانی کومه فایده نلری. له خپلو صفو څخه پنجابی ملایان وباسی همدا اوس چی پاکستان وغواړی د هر یوه ملا کور بمبارد کولای شی. او خنځیرانو څه وخت به سړی کیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...