پوهندوی آصف بهاند
زه د یو ښوونکي په حیث په عاجزانه ډول له طالب مقاماتو هیله کوم چې د نجونو د تړلو ښوونځیو دروازې پرانیزي.
په ۲۰۲۱ ام میلادي کال کې، د افغانستان د سیاست او واک دایرې ته له طالبانو د بیا راتگ سره سم؛ ترشپـږم ټولگي پورته ښوونځی ته د نجونو پرتگ باندې بندیز ولگید. دا بندیز د گڼو پلمو، غیرموجهدلایلو، رنگارنگ درواغو په وجه تر نن پورې وغځید.
د نجونو د ښوونځیو بندولو د ستونزې په وجه، د افغانستان خلک په دوو ډلو وویشل شول:
ــ د ښوونځیو د بندولو عاملان او پلویان یې،
ــ د بندو ښوونځیو د بېرته خلاصولو مبارزین او پلویان یې.
په افغانستان کې د نجونو د تړل شوو ټولگیو او د دې ټولگیو د بیرته خلاصولو ستونزه اوس د یوه ناسور زخم بڼه خپله کړې ده. ښوونځی ته د نجونو د تگ مخالفین په ښکاره وايي چې فر «امرثاني؟» پورې بند دي او په پټه وايي چې په خدای که یې د دروازې د خلاصولو غِنگ لا وواورئ. د بېرته خلاصولو مبارزین او پلویان یې بیا وايي چې موږ به خپلې هلېځلې جاري ساتو.
د نجونو د ټولگیو د بندېدو او بېرته خلاصولو د «نه» او «هو» مبارزه دا څوکاله روانه ده او د ځانگړو مناسبتونو او په تېره د نوي تعلمي کال په ورځو شپو کې دا مبارزه توندېـږي، څو ورځې روانه وي، بیا سستېـږي: خو مثبته پایله یې محسوسه نه ده.
له اشخاصو نیولې، تر فرهنگي ټولنو، ملي ـ سیمهایزو او نړیوالو پتو پورې؛ ټول په یوه خوله غواړي چې په افغانستان کې دې د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پیل او پوهنتونو ته د ښځینه محصلینو تگ ازاد شي؛ خو تراوسه پورې چا د هوکړې غږ نه دی اورېدلی.
د نجونو د تعلیم د مخنیوي دومره اوږدېدل، لنډمهاله او اوږد مهاله منفي پایلې لري چې د دې منفي پایلو تاوان به هم په لومړي گام کې عام ولس ته رسېـږي. قلموالو او چیزفهمه خلکو په لسگونه مقالې، رسالې او کتابونه خپاره کړل او هریوه په خپل وارسره په مستند ډول دا وښوده چې د افغانستان د نیمايي نفوس پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل به ډېرناوړه عواقب ولري، خو نه چا واورېدل، نه چا کوم د قناعت وړ دلیل وړاندې کړ او هرځلې یې د «امرثاني» خبره وکړه. خلک نه پوهېـږي چې دا امرثاني څه وخت او څوک صادروي چې د خلکو د اولادونو پر مخ د پوهې او رڼايي دروازې پرانستل شي.
دلته لیدل کېـږي چې حکومت د ولس خبره نهمني، ځکه یې ترمنځ د متقابل درناوي او باور مسأله د ابهام او شک په هاله کې داسې خړه ده چې د پاکېدو تمه یې هم نهکېـږي.
د ملگرو ملتونو ځانگړو اړوندو ادارو، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو دروازو د خلاصېدو له پاره وخت ناوخت خپل غږ اوچت کړی دی. په دې ورستیو ورځو کې د افغان سیاسي او فرهنكي شخصیتونو تر څنگ نړیوالو سازمانونو هم د پیامونو په خپرولو سره دې ستونزې اشارې کړې دي. د یوه پیام په ترڅ کې ویل شوي دي چې:
«نړیوال سازمانونه پرلهپسې خبرداری ورکوي چې د نجونو له زده کړو محرومول نه یوازې د هغوی پر شخصي راتلونکې اغېز کوي، بلکې پر ټول افغانستان پراخ ټولنیز او اقتصادي منفي اغېزې هم لري.»
دغه راز «د نجونو د زدکړو ملي کمپاین» د یوه ځانگړي پیام په ترڅ کې داسې ویلي دي:
«د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پنځم تعلیمي کال په رارسېدو سره، زموږ د ټولنې پر ګډ وجدان یو زوړ او ژور ټپ بیا تازه کېږي؛ هغه ټپ چې نوم یې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي دي. له بده مرغه په میلیونونو افغان نجونې لا هم له خپل مشروع، انساني او اسلامي حق څخه بېبرخې دي. دا محرومیت نه یوازې د نجونو راتلونکی تیارو ته سپاري، بلکې د هېواد ملي ګټې، ټولنیز ثبات، نړیوال حیثیت او سیاسي راتلونکی له جدي خطر سره مخامخوي.»
له شخصي ادرسونو نه هم د د نجونو د ښوونځیو د دروازو خلاصولو غـږ اوچت شوی دی. کاندید اکادمیسین اعظم سیستاني د «طالبان، دروازه های کار و تحصیل را برو ی زنان بازکنید!» ترسرلیک لاندې طالبان مخاطب کړي دي او له هغو نه یې په ټینگار سره غوښتنه کړې ده چې نور دې د نجونو د تعلیم مخنیوی نهکوي. د استاد سیستاني د لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«بستن دروازه های مکاتب و پوهنتونها بروی دختران وممنوعیت کار زنان هیچ افتخاری برای امارت طالبان به شمار نمی رود، بلکه برعکس نمایانگر تحجرذهنی شما و بیانگر تبعیض جنسیتی شما نسبت به نیمی از پیکر جامعه است، عملی که درهیچ کشوراسلامی د یگری رایج نیست، بجز در افغانستان تحت تسلط طالبان.»
د نجونو د ښوونځیو تړلو پایلې به ډېرې ناوړې وي او اوس هم په افغانستان کې د ننه او د باندې محسوسې دي. پیاوړی او ډېر فعال فرهنگي احمد ولي اڅکزی د دې منفي پایلو یوه بیلگه لیکلې ده چې زه یې دلته کټمټ رااخلم:
«یوه ترخه خاطره:
احمدولي اڅکزی
«نارينه ډاکټر مې دې نه ګوري؟»
يوې آلمانۍ ښځينه ډاکټرې راته وويل:
«څوارلس کلنه افغانه نجلۍ د طبي معاينې لپاره روغتون ته راوستله شوه. د معاينې په خونه کې زما سره د ساژ د دورې يو نارينه همکار هم موجود و. نجلۍ ماته وويل چې نارينه همکار وباسم او بيا دا معاينه کړم. ما همداسې وکړل.»
په افغانستان کې ناروغې مېندې، خوېندې او لوڼې اوس څه کوي؟ لس کاله وروسته به يې څه حال وي چې د روغتيايي سيکتور زړو ښځينه کارکوونکو هم کارونه پرې ايښي وي يا مهاجرې شوي وي او د نجونو د زدکړو د بنديز له کبله نوې نجونې هم نه وي فارغه شوي؟
ګرانو افغانانو، ايا ستاسو زنانه نه ناروغيږي؟ ايا ستاسو يوه څوارلس کلنه لور په خپل هيواد کې يا په ګاونډي هيوادونو کې ويلای شي:
«نارينه ډاکټر مې دې نه ګوري؟»
ما پخوا هم لیکلي او اوس هم په دې عقیده یم:
په افغانستان کې نوی نسل له تعلیم نه منع کول، په ځانگړي ډول نجونو ته د ښوونځیو او د پوهنتونونو ښځینه محصلینو ته د زدکړو د دروازو تړل؛ هر څوک په هر نامه چې کوي، له انسانیت سره ــ له افغان او افغانستان سره او د افغانستان له نوي نسل سره لویه جفا ده.
د وطن اولاد له تیارو نه ایستل په کار دي، نه تیارو کې ساتل او هغه څوک چې د وطن د نوي نسل پرمخ د ښوونځیو دروازې تړي، دا نه وطن له ستونزو خلاصوي او نه له خلکو سره مرسته کوي، بلکې برعکس دا له خلکو سره او په تېره له نوي نسل سره د خیانت تربرید پورې جفا ده، هېڅ چا سره نه ښايي چې د دې جفا عاملین اوسي او د تاریخ مختوروالی ځانته وگټي.
په هرصورت، زه په دې باور یم چې تعلیم د ټولو حق دی او زه به د افغانستان د نجونو د تعلیم حق د ترلاسه کولو له پاره خپله مبارزه جاری ساتم، دا مې ویلي او بیا یې هم وایم:
زه د یوښونکي په حبث په عاجزانه ډول له طالب مقاماتو نه هیله کوم چې د نجونو د تړلو ښونځیو دروازې پرانیزي.
موږ ټول به د نجونو د ښوونځیو د پرانستو او نوي نسل د علميروزلو لهپاره خپلې هلېځلې جاري وساتو.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د شپـږویشتمې مادې په لومي بند کې راغلي دي:
«هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زدکړې باید وړیا او اجباري وي، د څانگـیـزې (حرفوي) ښوونې شونتیاوې (امکانات) باید د ټولو پر مخ پرانستې وي، د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ پرانستی وي، چې د خپل استعداد او وس په اندازه له هغو څخه گټه واخیستلی شي.»