Homeخبرونهپه ازبکستان کې د افغان محصولاتو نندارتون برانیستل شو

په ازبکستان کې د افغان محصولاتو نندارتون برانیستل شو

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۵ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې «په افغانستان کې جوړ شوي» تر سرلیک لاندې د افغاني تولیداتو یوه لوی نندارتون نن (چهارشنبه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانیستل شو.

د خونې په وینا، دا نندارتون چې د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام له مالي ملاتړ څخه برخمن دی، د جمعې تر ورځې پورې به دوام وکړي او هدف یې د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.

له ۶۰ څخه ډېرې غرفې د افغان سوداګرو له خوا جوړې شوې دي، چې پکې بېلابېل توکي لکه غالۍ، وچې او تازه مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او همدارنګه مشروبات نندارې ته وړاندې کېږي.

د خونې چارواکو هیله څرګنده کړې چې دا نندارتون به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبکستان سره، د سوداګریزو اړیکو په پراخېدو کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...