Homeخبرونهم.م. د کابل د معتادانو پر روغتون د بمبارۍ په اړه د...

م.م. د کابل د معتادانو پر روغتون د بمبارۍ په اړه د تحقیقاتو او له عاملانو څخه یې د حساب غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۵ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچادر بینیټ غوښتنه کړې چې د کابل په ختیځه برخه کې د «امید» د معتادانو د درملنې پر روغتون د وروستي هوايي برید په اړه دې خپلواکه، چټکه او شفافه څېړنه وشي.

هغه ټینګار وکړ چې دا څېړنه باید د نړیوالو قوانینو او د ملکي وګړو د خوندیتوب له معیارونو سره سمه وي، او د برید مسوول کسان باید حساب ورکولو ته راکش شي.

بېنبټ زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو کارپوهان له دواړو خواوو غواړي چې پر دایمي اوربند هوکړه وکړي، څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو د پخوانیو اعلامیو له مخې، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله تر ۱۱۵ زره زیات ملکي وګړي بې‌ځایه شوي او په سرحدي سیمو کې یې سخت بشري ناورین رامنځته کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې تر اوسه پورې، هوايي بریدونو او سرحدي نښتو لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې پکې ۷۶ وژل شوي او ۲۱۳ ټپیان دي. همداراز، روغتیايي مرکزونه، کورونه، بازارونه، ښوونځي او سوداګریزې لارې هم سختې زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکو د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید وغانده چې په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز شوی و، او د قربانیانو له کورنیو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله وکړه.

هغوی ټینګار وکړ چې ټول لوري باید د نړیوالو بشردوستانه او بشري حقونو قوانینو ته درناوی وکړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په بمبارۍ کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

خو ملګروملتو د مرک ژوبلو شمېر یو څه لږ اعلان کړی دی.

پاکستان بیا ویلي چې دوی د طالبانو سلاکوټ بمباري کړی دی.

مخکې تر دې چې د اختر له لومړۍ نېټې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان شي، په تېره یوه میاشت کې، پاکستان د افغانستان تر لسو زیات ولایتونه لکه کابل، کندهار، ننګرهار او پنجشېر په نښه کړي، او دلیل یې د د ترهګرو پټنځایونه او پوځي هدفونه بللي دي.

په ځواب کې، د طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د بشپړې روڼتیا، حساب ورکونې او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، څو ملکي وګړي خوندي شي. هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو رعایت د اوږدمهاله سولې او سیمه‌ییز ثبات لپاره ضروري دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...