Homeخبرونهحامد کرزی، د نجونو پرمخ د زده کړو د بندیز دوام هېواد...

حامد کرزی، د نجونو پرمخ د زده کړو د بندیز دوام هېواد ته نه‌ جبرانېدونکی زیان پېښوي

تاند (چهارشنبه د وريحمل ۵مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي ښوونیز کال د پیل هرکلی کړی او د ښوونځي زنگ یې د نویو هیلو د غوړیدو غږ بللی دی.

نوموړي یو وار بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

حامدکرزي ویلي چې د هیواد د بچیانو، نجونو او هلکانو د علم زده‌کړه، د هیواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي دي.

نوموړي په ټينګار سره ویلي چې، له تعلیمه د نجونو محرومیدل او د ښځو د کار بندیز به مو ولس ورځ تر بلې د لاډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخ کړي او په خبره یې د دې حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان راپیښ کړي.

حامدکرزي په خپره کړې خبرپاڼه کې غوښتنه کړې، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو دې پرانیستل شي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي، څو هیواد مو د ترقۍ پر لار روان شي.

هغه د نوي تعلیمي کال مبارکي ویلې او له ټولو زده‌کوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې د علم زده‌کړه وکړي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له حاکمېدو راهیسې د نجونو پر مخ د نورو بندیزونو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې هم وتړل شوې او لا هم د دې دروازو د پرانیستل کېدو امرثاني نه دی پوره شوی.

آن تر دې چې په دې تړاو په هېواد کې د پوښتنې کولو حق هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر له خلکو اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...