Homeخبرونهسبا پنجشنبه په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل...

سبا پنجشنبه په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۵مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا پنجشنبه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې په جوزجان، سرپل، فاریاب، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی دی.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي او همداراز زیاتوي چې، په سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو اټکل هم شته.

د اټکل له مخې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باد سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې وي.

د یادونې ده چې نن چهارشنبه هم د هېواد یو شمېر ولایتونو کې باران ورېږي او په کندهار کې د سېلابونو د راوتلو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

کروندګر بیا سږنیو ورښتونو ته خوښ دي او دا ډول دوامدار ورښتونه د آباد کال لپاره مهم بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...