Homeخبرونهاروپايي اتحادیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمېدو غوښتنه...

اروپايي اتحادیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۵ مه) اروپايي اتحادیې او غړیو هیوادونو یې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د ۹۵مې دایمي کمېټې په غونډه کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمولو غوښتنه وکړه او د خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې له ټولو خواوو وغوښتل چې د تاوتریخوالي له لا زیاتېدو ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

دې اتحادیې همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول شي، او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي چې د هېواد دننه یا له هغه ځایه فعالیت کوي.

اروپايي ټولنې د افغانستان د عمومي بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هغه محدودیتونه چې لا هم موجود دي، د نړیوالو سازمانونو او بشري مرستو د همکارانو پر کار منفي اغېز کوي.

یوه مهمه موضوع چې راپورته شوه، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې څلور میلیونه افغانانو بېرته ستنېدل وو، چې اروپايي ټولنې وویل دې کار د افغانستان له مخکې څخه پر کمزوري اقتصاد او عامه خدماتو لا زیات فشار راوړی دی.

دې ټولنې په ځانګړي ډول د جبري ایستلو (ډیپورټ) په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د پناه غوښتنې د حق او د «نه شړلو» (non-refoulement) اصل پر درناوي یې ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...