Homeخبرونهپه هلمند کې د یوه کور د چت نړېدو له امله ۹...

په هلمند کې د یوه کور د چت نړېدو له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۵مه) ‏په هلمند ولایت کې ځایي مسوولان وایي، په دې ولایت کې د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې ۳ کسانو ژوند بایللی ۶ نور ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د سنګین په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

یاد ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شیر محمد وحدت نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې، دا سه شنبه د شپې ناوخته د سنګین ولسوالۍ «امان‌الله کاریز» سیمه کې پېښه شوې ده.

وحدت وویل، په مړوکې دوه ماشومانو او یوه ښځه شامله ده او ژوبلوکې هم ښځې او ماشومان شته.

د سرچینې په وینا ژوبل کسان د سنګین ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. د روغتیايي مسوولانو په وینا، د ژوبلو وضعیت دامهال د ډاډ وړ دی.

طالب چارواکي له خلکو غواړي چې د دوامداره ورښتونو پرمهال احتیاطي تدابیرو ته پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...