Homeخبرونههوايي چلند وزارت: افغانستان کې په ورځني ډول له ۲۷ هوایي ډګرونو...

هوايي چلند وزارت: افغانستان کې په ورځني ډول له ۲۷ هوایي ډګرونو منظمې الوتنې کېږي

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۵مه) ‏ افغانستان کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، هره ورځ له دې هېواده کورنیو او نړیوالو هوایي ډګرونو ته ۲۷منظمې الوتنې کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، په دې شمېره کې ۵ نړیوال او ۲۲ سیمه‌ییز هوايي‌ ډګرونه فعال دي او هره ورځ ترې منظمې الوتنې کېږي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت زیاته کړې، چې په افغانستان کې دامهال ۱۰ نړیوال او ۲ کورني هوایي شرکتونه له همدې هوایي ډګرونو فعالیت او منظمې الوتنې ترسره کوي.

یاد وزارت نن د چهارشنبې په ورځ  پر اېکس پاڼه لیکلي:« نړیوال او کورني هوايي شرکتونه منظمې الوتنې ترسره کوي او هېڅ ستونزه نشته».

دا خبر په داسې مهال خپرېږي چې، بل لورته طالب مسوولان دا د افغانستان د هوايي اتصال پراختیا، له سیمې او نړۍ سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې ګټور ګام بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...