تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۵مه) په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړیوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.
ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه دا ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرولېدای شي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه.
بېنېټ ټینګار کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.
تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د علماوو یوې ډلې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د دوام غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې، تر لوی اختره دې اوربند ته دوام ورکړل شي.
ډان وايي، افغان او پاکستاني دیني عالمانو تر لوی اختره د اوربند د دوام غوښتنه وکړه