Homeخبرونهجرمني په جرمونو دوه تورن افغانان کابل ته ولېږدول

جرمني په جرمونو دوه تورن افغانان کابل ته ولېږدول

تاند (چهارشنبه د وريحمل ۵مه) د جرمني حکومت ویلي چې، نن چهارشنبه یې دوه هغه افغانان چې په دغه هېواد کې یې جرمونه ترسره کړي وو له هامبورګ څخه کابل ته ولېږدول.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کسان له زندان څخه مستقیم هوايي ډګر ته وړل شوي او په عادي الوتنو کې کابل ته لېږدول شوي دي.

سرچینو ویلي چې، په دغو کډوالو کې یو یې۳۰ کلن سړی دی چې پر پولیس افسرانو د برید په ګډون په تورونو محکوم شوی دی. دغه راز دوهم کس ۳۲ کلن سړی دی چې د پرلسې بریدونو، وسله‌والو غلاوو او نورو تهدیدونو په تور محکوم شوی دی.

باید وویل شي چې جرمني د طالبانو سره د جرمي ریکارډ لرونکو کډوالو ایستل ګړندي کړی دی.

مخکې له دې یې ۲۰ تنه افغانان هم چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو له لیپزیګ څخه کابل ته په یوه ځانګړې الوتنه کې شړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...