تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۵ مه) د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو یوې ډلې د سېشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې چې د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند، له کمکي اختره وروسته تر لوی اختره پورې وغځوي.
افغانستان او پاکستان تر کمکي اختر یوه ورځ مخکې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه موقت اوربند اعلان کړ. که څه هم اوربند تر ډېره رعایت شو خو په لړ کې یې پاکستان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د درنو وسلو ډزو ته دوام ورکړ او همداراز وړمه شپه د اوربند د مهلت له پای ته رسېدو سره سم د پاکستان بې پېلوټه الوتکو د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه وکړه او د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې یې پر قول اردو د بریدونو هڅه وکړه.
که څه هم افغانستان د اوربند د مهلت په اړه په څرګند ډول څه نه و ویلي خو پاکستان ویلي و چې په جګړه کې دا وقفه به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ تر منځ له نیمې شپې څخه پیل او د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې دوام وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې،۱۱ پاکستاني او همدومره افغان دیني عالمانو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده او د سېشنبې په شپه یې خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي:
«د افغانستان او پاکستان د درنو ولسي او سیاسي عالمانو او د قدر وړ قومي مشرانو په ګډو هڅو او همکارۍ، موږ د دوو هېوادونو ترمنځ د شخړې د دوامداره او باعزته حل لپاره یوه صادقانه، جدي او پخلاینې ته لاره هواروونکی ګام اخلو.»
د دواړو هېوادونو عالمانو له پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو وغوښتل چې د جګړې وقفه تر لوی اختر پورې وغځوي، څو خلک وکولای شي د حج مراسم په «سولهییز چاپېریال» کې ترسره کړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د «سولې خوځښت» به یوازې د جګړې د وقفې تر غځولو پورې محدود نه وي، بلکې د دې نوښت په چوکاټ کې به ټولې ممکنې «دیپلوماتیکې او ټولنیزې هڅې» ترسره شي، څو د اسلاماباد او کابل ترمنځ اوږدمهاله ستونزې په «عادلانه او د منلو وړ» ډول حل شي.
عالمانو زیاته کړې چې د دوی هڅې دا دي چې داسې حل پیدا شي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي او په سیمه کې د تلپاتې ثبات او همغږۍ بنسټ کېږدي.
د ډان ورځپاڼې په راپور کې دې ته اشاره نه ده شوې چې افغان او پاکستاني دیني عالمان چیري او څنګه سره یوځای شول څو ګډه اعلامیه خپره کړي.
په اوسنیو شرایطو کې، چې د ایران جګړه روانه ده او هرمز تنګی تړل شوی، پاکستان د انرژۍ له درکه تر سخت فشار لاندې ښکاري.