Homeخبرونهپه بریتانیا کې د سرطانونو له امله د مړینو شمېر کم شوی

په بریتانیا کې د سرطانونو له امله د مړینو شمېر کم شوی

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۵ مه) په بریتانیا کې د ۱۹۸۰ کلونو پرتله د سرطان له امله د مړینو کچه په څرګند ډول کمه شوې ده، چې دا د وختي تشخیص، ښې څارنې او د درملنې په برخه کې د مهمو پرمختګونو پایله ده.

بریتانیايي رسنیو نن (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د بریتانیا د سرطان د تحقیقاتو مرکز «کېنسر ریسرچ يوکې» د وروستۍ شننې له مخې، په دې هیواد کې د سرطان له امله د مړینو کچه له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې نژدې یو پر درېیمه راکمه شوې ده. په ۱۹۸۹ کال کې له هر ۱۰۰ زره کسانو څخه شاوخوا ۳۵۵ مړه کېدل، خو اوس د مړینو شمېر ۲۴۷ ته راټیټ شوی دی.

یوازې په تېرو لسو کلونو کې د مړینو کچه ۱۱ سلنه راکمه شوې ده، چې پکې د معدې سرطان (۳۴ سلنه کموالی)، د سږو سرطان (۲۲ سلنه کموالی) او د رحم سرطان (۱۹ سلنه کموالی) کې د پام وړ کمښت لیدل شوی دی.

خو متخصصان خبرداری ورکوي چې له دې پرمختګونو سره سره د ځینو سرطانونو ډولونه زیات شوي یا یې بڼې بدلې شوې دي.

ډاکټر یري کوبِس وایي چې که څه هم د سرطان له امله د مړینو کچه کمه شوې، خو د سرطان بڼې بدلېږي او ځینې ډولونه زیاتېږي، حتی په ځوانانو کې هم.

هغه زیاتوي چې د ژوند طرز، چاپېریالي عوامل او د عمر اوږدېدل د دې بدلونونو مهم لاملونه دي. سره له دې، د وختي تشخیص، دقیقې شعاع درملنې او نوو درملو له امله ډېر ناروغان اوږد ژوند کوي، خو بیا هم مخنیوی او ژر تشخیص تر ټولو مهم دي.

د کولمو سرطان (Bowel Cancer)

د کولمو په سرطان کې یو مهم بدلون دا دی چې دا سرطان اوس تر ۵۰ کلونو په کم عمره کسانو کې هم زیات لیدل کېږي. مخکې دا ناروغي زیاتره په زړو خلکو کې وه.

ممکنه لاملونه:

  • ناسمه غذا (پروسس شوې خواړه، کم فایبر)
  • چاغوالی
  • کم فزیکي فعالیت

نښې نښانې:

  • د اجابت بدلون (نس ناستی یا قبض)
  • په مدفوع کې وینه
  • د نس درد یا پړسوب
  • بې سببه وزن کمېدل
  • ډېره ستړیا

که دا ناروغي ژر تشخیص شي، ډېری خلک ترې رغېږي.

د ځیګر او پانقراس سرطان

د ځیګر سرطان او د پانقراس سرطان هم زیات شوي دي.

لاملونه:

  • چاغوالی
  • شکر (ډایبېټس)
  • د ځیګر غوړوالی

په ځانګړي ډول د پانقراس سرطان ناوخته تشخیص کېږي، ځکه نښې یې ژر نه څرګندیږي، لکه:

  • بې سببه وزن کمېدل
  • د نس دوامداره درد
  • د هضم ستونزې

مهمه خبره

متخصصان ټینګار کوي چې:

  • سالمه غذا
  • فزیکي فعالیت
  • او وختي معاینات

کولای شي د سرطان خطر ډېر کم کړي او ژوند وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...