Homeخبرونهد م.م. متخصصانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني او ناروا وبلل

د م.م. متخصصانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني او ناروا وبلل

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۵ مه) د ملګروملتو متخصصانو اعلان کړی چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دي او د ملکي وګړو د ژوند د حق سرغړونه ګڼل کېږي.

دغو کارپوهانو له پاکستان او د طالبانو له چارواکو غوښتي چې دایمي اوربند اعلان کړي او د شخړې د بنیادي لاملونو د حل له لارې د سولې هوکړې ته ورسېږي.

د ملګروملتونو متخصصانو ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونه د ملګروملتونو د منشور د دوهمې مادې او نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دي، او یوازې هغه وخت د مشروع دفاع حق رامنځته کېږي چې لومړی طالبانو پر پاکستان برید کړی وای یا یې د ټي ټي جنګیالي د برید لپاره پاکستان ته لېږلي وای.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان تر اوسه داسې باوري شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي د تحریک طالبان پاکستان بریدونه د افغانستان له خاورې د طالبانو د چارواکو له خوا تنظیم شوي دي.

دوی د نړیوال امنیت د ساتنې لپاره د شخړو سوله‌ییز حل مهم وباله او ویې ویل: «که څه هم دولتونه مکلف دي چې خپل خلک له ترهګریزو ګواښونو وساتي، خو دا کار باید په بشپړه توګه له نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د حوت له ۷مې نېټې راهیسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل وروسته، لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي او تر ۱۱۵ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

د ملګروملتو په دې شمېرو کې د کب/ د حوت په ۲۵مه د کابل د معتادانو پر روغتون د پاکستان د خونړۍ هوايي حملې مرګ ژوبلې شاملې نه دي چې تر ۴۰۰ ډېز کسان پکې ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ژوبل شول.

کارپوهانو د پاکستان دا هوايي برید غندلی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي له امله ښوونځي او پولې تړل شوي او سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، په دې نښتو کې ملکي زیربناوې لکه روغتیايي مرکزونه، کورونه، بازارونه او د بې‌ځایه شویو د اوسېدو ځایونه زیانمن شوي دي.

دوی ټینګار وکړ چې دواړه خواوې باید د بشري حقونو نړیوال قوانین او بشردوستانه قوانین مراعات کړي، له ملکي وګړو ساتنه وکړي او د سرغړونو په اړه خپلواکې پلټنې ترسره کړي څو عاملان حساب ورکولو ته مجبور شي.

کارپوهانو دا هم وویل: « د طالبانو په ګډون ټول چارواکي، باید د هغو ډلو مخه ونیسي چې د انسانانو د ژوند حق ته ګواښ پېښوي، حتی که دا کار له خپلو پولو بهر وي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې: «د نړیوال قانون تقاضا ده چې ټول چارواکي باید د خپلو سیمو دننه د هغو ترهګریزو فعالیتونو له ملاتړ او پناه ورکولو څخه ډډه وکړي چې د نورو هېوادونو پر ضد ترسره کېږي، ځکه دا ډول کړنې د مداخلې یا د زور د ناقانونه کارونې په توګه ګڼل کېږي.»

کارپوهانو زیاته کړه چې د زور ناقانونه کارول د وژل شویو کسانو د ژوند حق نقض کوي، او ځینې هغه بریدونه چې د ملکي تلفاتو لامل شوي، ښايي د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه هم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...