لیکنه: طالب منګل
صاعقهیي تصویر هغه ادبي انځور ته ویل کېږي٬ چې ناڅاپي، قوي او ټکان ورکوونکی احساس پیدا کړي او د لوستونکي ذهن ته لکه د برېښنا په شان ورننوځي.
دا تصویرونه له احساس سره تړلي وي٬ شاید د ویرې احساس وي او یا د خوښۍ خو شدید او د تصویر حس کول یې ډېره تېزه دایره جوړوي.
دا تصویر شاید یوه کلمه وي٬ یا څو کلمې او یا شاید څو کرښې وي٬ خو نور محمد لاهو چې په ازاد شعر کې د تصویرونو له امله مشهور دی٬ صاعقه یي تصویرونه هم کاروي٬ خو هغه ډېر وخت دا تصویرونه د ازاد شعر په څو کرښو کې راوړي.
دا تصویرونه د هغه په شاعرۍ کې د مینې٬ درد٬ ظلم٬ تنهایې٬ لوږې٬ بې عدالتۍ او انساني درد د ښودلو لپاره کارول شوي دي:
عدالت:
وږي ته ښایست نیمګړی!
رنګونه مړه!
او ګلونه!
د یوچا په قبر راختلی څو رنګین
او بیځایه بوټي ښکاري.
څو لوږه وي
شعر به هغه سوال وي او غوښتنه
چی په آهنګ سره یوچا ته ویل کیږي
او قافیې د تش لاس جوړه غږونه
او تشبه؟
د خالي سپیرې کاسې تږې انځور .
غواړم څو شیبې سپوږمۍ نه یو ډک موټی رڼا وڅښم
خوسپوږمۍ سره خبرې څنګه وکړم
دلته زما څنګ کې
نیمه شپه د یو کوچني د چیغو غږ دی
داسې غږ چې په هر موج کې یې تصویر د ډوډۍ ښکاري
د سپرلي سندره څنګه ولیکمه؟
چې لوګی د پخلنځي له دودکشه، نه
د یوچا له سویو ارمانو
کړۍ کړۍ په هوا کیږي
هو!
تر هغې یوه ډوډۍ د بنیادم لومړنی خوب وي
د ښایست په مڼه زنه
دا یو خال به څلور نه شي
او شعر به د هغې ونې په شان چی
په سره اوړي واوره غواړي
عدالت ته منتظر وي
اوس که پورته شعر وګورو نو شاعر د لوږې او ښکلا تضاد له لارې په دریو کرښو کې یو صاعقه یي تصویر کاروي لکه:
وږي ته ښایست نیمګړی!
رنګونه مړه!
او ګلونه!
دا ځکه په دریو کرښو کې یو صاعقه یي تصویر دی چې شاعر د ښکلا سمبولونه لکه ګلونه او رنګونه یو ناڅاپه مړه اعلانوي.
بل ځای په دې شعر کې لاهو صیب د خالي کاسې تصویر راوړی دی:
او تشبه؟
د خالي سپیرې کاسې تږې انځور
دلته شاعر تشبیه د یوې لوږې کاسې سره کوي نو که وګورو تشه کاسه د لوږې تر ټولو قوي بصري تصویر دی خو سپیره او تږې کلمې تصویر نور هم سختوي:
نیمه شپه د یو کوچني د چیغو غږ دی
داسې غږ چې په هر موج کې یې تصویر د ډوډۍ
ښکاري
دا د شعر له قوي صاعقه یي صحنو څخه ده ځکه د ماشوم چیغه د غږ په موج کې د ډوډۍ تصویر جوړه وي٬ یعنې حتی د ژړا غږ هم د لوږې انځور لري.
په ازاد شعر کې صاعقه یي تصویر کله کله عمومي وي یعنې په یو څو کرښو ولاړ وي خو د ټول شعر توله پرې برابره وي لکه د لاهو صیب لاندې ازاد شعر:
خاموشه باغ:
هره ورځ زمونږه څانګو نه
یو ګل
په خاورو
رغړي
هره ورځ په دې باغچه کې
د خواږه نسیم ترڅنګ
یوه مرغۍ
قصابی کیږي
باغ خاموش دی
هیڅ نه وایي
خو رنګونه د ګل ژاړي
که وګورو په دې شعر کې شاعر لومړی د طبیعت نرم او ښکلی چاپېریال جوړوي. وروسته شاعر دا فضا لا سختوي لکه د قصاب یادونه چې یوه مرغۍ قصابي شي٬ له همدې کرښې وروسته عمومي صاعقه یي تصویر راځي ځکه نسیم د نرموالي، سکون او ژوند سمبول دی.
مرغۍ قصابي کېدل د تاوتریخوالي او مرګ سمبول دی.
یعنې په ښکلي باغ کې چې باید د ژوند او سندرو ځای وي، هره ورځ یو ګل لوېږي او یوه مرغۍ قصابي کېږي، خو باغ چوپ پاتې دی٬ یوازې د ګل رنګونه د دې ظلم پر وړاندې ژاړي. همدا تصویر د شعر ټول احساساتي شدت، اعتراض او درد رامنځته کوي.
د پروېز بهسودوال هم د غزل خانګړی مهارت لري خو هغه تصویرونه ډېر وخت په کلمو کې نه کاروي٬ بلکې په احساسي مکالمې او خبرو کې یې کاروي لکه:
خوشبوئي ښار کې خپره که اوازې نه
هسې وايې چې راځمه خو راځې نه
که لومړی بیت ته وګورو نو بهسودوال کومه اوږده تشبیه یا پیچلی تصویر نه کاروي، خو دخوشبوئي ښار ترکیب د مینې یو نرم او لطیف تصویر جوړوي. وروسته د( راځمه خو راځې نه) محاوروي جمله د انتظار، شک او ناهیلي احساس په ډېر ساده خو اغېزمن ډول بیانوي. همدا ساده مکالمه د شعر د تصویر اصلي ځواک ګرځي. نو د اوسنۍ شاعرۍ د غزل یوه مهمه ځانګړنه دا هم ده چې تصویرونه د محاورې، عاطفي خبرو او ساده بیان په منځ کې ځای پر ځای کوي.
دا ډول صاعقه یي تصویرونه د ښاغلی بهار عیار هم کارولي دي٬ لکه:
تږی د رڼو اوبو چینه غواړي، خو کومه ده؟
لاس مې د مغرور لالي اوگه غواړي، خو کومه ده؟
که وګورو ددې بیت په لومړی کرښه کې (خو کومه ده) ردیف صاعقه یي تصویر نه دی٬ خو په دویمه کرښه کې همدا ردیف صاعقه یي تصویر دی٬ ځکه دا که له یوې خوا د لوستونکي شدد زیاتوي له بلې خوا په خپله د شعر شدد هم زیاتوي.
کله کله ټول بیت یو عمومي صاعقه یي تصویر جوړه وي٬ لکه د بصیر جمال دا لاندې څلور بیتونه هر یو یې یو٬ یو صاعقه یي تصویر لري٬ خو مخکې له دې چې د ښاغلي جمال بیتونه راوړم دا یادونه ضروري ده چې بصیر جمال د پښتو د لوی شاعر پیر محمد کاروان زوی او یو خوږ شاعر دی:
زما نظر خو به لیدلې لارې خود ورکوي
چې ستا د سترګو شرابي پیالې یې ووهلې
یوه یتیم خوب کې د مور پر ځنګون سر اېښی و
خو چې را ویښ شه د ادې نارې یې ووهلې
زما یاغي محبت واغوستې جامې د لېوه
چې خبرېدې ستا د جمال رمې یې ووهلې
لومړی بیت کې د سترګو شرابي پیالې یو قوي استعاري تصویر دی ځکه د سترګو نظر داسې انځور شوی لکه څوک چې د شرابو پیالې وڅښي او لار ورکه کړي.
مطلب دا دی چې د معشوق د سترګو اغېز دومره شدید دی چې د عاشق ادراک ګډوډوي نو دا ګدوډي او( ووهلې) لفظ دا یو ناڅاپي او ځواکمن تصویر دی چې ټول بیت د همدې اغېز پر چورلیځ ولاړ دی.
په دویم بیت کې تر ټولو قوي عاطفي صاعقه یي تصویر راغلی دی ځکه د ماشوم د خوب او ویښېدو تر منځ تضاد موجودیت یو دردناک صاعقه یي تصویر جوړوي. که وګورو ماشوم په خوب کې د مور پر زنګون ارام دی، خو کله چې ویښ شي مور نه شته نو حقیقت د ژړا له لارې څرګندېږي. دا یو ژور تراژیک انځور دی چې ناڅاپه عاطفي ټکان رامنځته کوي.
په دریم بیت کې مینه د لېوه په بڼه تشبیه شوې ده. د ( جمال رمې) بیا د ښکلا سمبول دی. کله چې یاغي محبت د لېوه جامه واغوندي، نو د ښکلا رمې وهي. دا تصویر د مینې د وحشي او بې مهاره ځواک یو ناڅاپي او ډراماتیک انځور وړاندې کوي.
ځینې وخت په یو بیت کې یو نوم په صاعقه یي تصویر اوړي لکه د حافظ همیم دا بیتونه:
وخت و چې له اوسپنې نه کلک وم خو افسوس
بخت کړم مخامخ لکه تېزاب غوندې یو کس ته
دومره ډېره تمه له ما مه کوه هميمه!
څه به شې تکیه تر ځان خراب غوندې یو کس ته
په لومړي بیت کې (تیزاب) نوم صاعقه یي تصویر دی او په دویم بیت کې (مه کوه) مکالمه صاعقه یي تصویر جوړ کړی٬ له دې دا څرګندیږي چې شاعر د الفاظو او یو شمېر داسې نومونو چې د لوستونکي د احساس تجربه راپاروي هم کارولای شي لکه (تیزاب٬ اور٬ درز٬ مه کوه٬ خرپ او ترپ٬ اخ ̱) او یا نور لفظونه خو یوازې ددې لفظونو راوړل هم صاعقه یي تصویر نه جوړوي٬ بلکې شاعر باید ښکاره حالت او حرکت ته هم متوجې وي٬ لکه د همیم صیب په دې بیتونو کې چې د نوم او محاورې له لارې صاعقه یي تصویر راغلی چې دا د اوسنۍ شاعرۍ یوه بله مهمه ځانګړنه ده.
بل دا چې صاعقه یي تصویر په اوازیزه کې هم راتلی شي٬ خو دا اوازیزه به له تال سره یو ځای وي ځکه له شعري تال پرته اوازیزه بې مانا کیږي لکه د نقیب رسول کلیوال د یو غزل په بیتونو کې یوازې د اوازیزې ضرب یو صاعقه یي تصویر جوړ کړی دی:
داسې مې راخور پهٔ زړهٔ او ذهن یې
ښکلیه چې زهٔ هرې خواته ځم ته یې
ستا کیسې شکرې ملغلرې دي
نور خلک کاږهٔ واږهٔ دي سم ته یې
په لومړي بیت کې( ځم) ضرب دی او د ځم او (ته یې) تر منځ د د دو ضربونو د بېلیدو ځای دی٬ که( ځم )قافیه کې ( ه) ورزیاته شي نو ضرب ختميږی خو چې وایي( ځم ته یې) نو دا صاعقه یي تصویر رامنځته کوي٬ یو کس چې هرې خوا مخ اړوي نو هغه کس چې ښکلا لري ناڅاپه دده په مخ کې ودریږي او مخکې نه شي تللی٬ همدا صاعقه یي تصویر دی خو په دویم بیت کې یوازې تجربه ده٬ چې هر چا د سمو٬ کاږو واږو٬ شکرو او ترخو تجربه کړې ده.
کله کله استعاره هم صاعقه یي تصویر جوړه وي٬ لکه د دروېش دراني دا بیت:
په مړو کتو مې په زړګي باندې باڼه تېروې
زما د کور په کاڼي ما و ته چاړه تېروې
په دې بیت کې د معشوق ساده نظر د عاشق پر زړه د غشي په شان اغېز کوي، او همدا استعاري او ناڅاپي تصویر صاعقه یي بڼه جوړوي.
په دویم نیم بیتي کې که وګورو یو کس له شاعر سره دومره خیانت کوي چې د همدې شاعر د کور په وره کې ده ته چاړه تېره کوي٬ دا د خیانت صاعقه یي تصویر دی چې په ذهن کې د خیانت د احساس شدت بیدا کوي.
کله کله په بیت کې صاعقه یي تصویر اوازیز هم وي لکه د جلان دا بیت:
غوښتنه مې د مینې څه په ډار ډار درنه وکړه
د اممممم غږ دې په خوله کې څومره ښه ولګیده
په دې بیت کې له( الف )وروسته پنځه( میم ) راغلي خو په اصل کې دا یوازې یو د ( ام )غږ دی٬ خو همدې د اممممم غږ یو اوازیز صاعقهیي تصویر جوړ کړی دی٬ ځکه دا غږ د شرم، فکر او پټې خوښۍ احساس ناڅاپه او ژوندي ډول انځوروي.
یعنې شاعر د معشوق د ځواب پر ځای یوازې یو غږ په خپل بیت کې راوړی خو همدا یو غږ. دومره پیاوړی دی چې د مینې بشپړ تصویر جوړوي.
دا ډول تصویرونه په مخاوروي بڼه هم راتلای شي چې یو تصویر یوازې په یو مکمل عبارت کې پروت وي٬ لکه د رفیق مهران دا بیت:
مهرانه پوهه د دوو سترګو په رنجو نه ومه
مهرانه آفرين شه پوهه په ښکلا دې کړمه
که وګورو دلته (افرین شه) یو محاوروي (د خبرو) عبارت دی٬ دا چې دا عبارت ناڅاپه راځي نو دا د صاعقه یي تصویر بل ډول کارونه کیدلای شي.
په دا ډول تصویرونو کې يیاوړي صاعقه یي تصویرونه جزئيیا موضعي صاعقه يي تصویر چې په یوه کلمه، عبارت، نیم بیت یا یوه کرښه کې ناڅاپي ټکان رامنځته کړي. یعنې ټول شعر نه، بلکې د شعر یوه کوچنۍ برخه یو صاعقه یی تصویر جوړ کړی ډېر بیاوړی دی او بېلګې یې مخکې وړاندې شوې.
همداشان ټولیز صاعقه يي تصویر ټول بیت، څو کرښې یا حتا ټول شعر د یو قوي او ټکان ورکوونکي تصویر پر بنسټ ولاړ وي٬ یعنې تصویر یوازې په یوه کلمه نه وي، بلکې د ټولې صحنې حالت جوړوي چې دا د اوسنۍ شاعرۍ یوه بله ځانګړنه ده.
نو ویلی شو چې په اوسنیو شعرونو کې صاعقه یي تصویرونه ځکه مهم دي چې د اوږدو تشریحاتو پر ځای په څو کلمو، یوه کرښه یا حتی یو غږ کې داسې ځواکمن انځور جوړوي چې د لوستونکي ذهن ته په ناڅاپي ډول ننوځي او د شعر عاطفي فضا پیاوړې کړي.
که پورته بیتونو ته وګورو نو په دې بیتونو کې دا څرګنده شوه چې صاعقه يي تصویر یوازې د ازاد شعر ځانګړنه نه ده، بلکې په غزل، لنډۍ٬ مکالموي بیان، استعاره، اوازیز تال او حتا یو کوچني عبارت کې هم پیدا کېدای شي٬ هغه شاعران چې دا تصویرونه کاروي د دوی بیغام لوستونکو ته ژر رسیږي او د شعر اغیز یې زیات وي.