تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۴ مه) نن شپه (د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ) دوولس بجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعلان شوي لنډمهاله اوربند وخت پای ته ورسېد.
د اوربند د مهلت تر پای ته رسېدو مخکې افغان لوري نه دي ویلي چې د مهلت له پای ته رسېدو وروسته به جګړې ته دوام ورکړي خو یو شمېر پاکستاني چارواکو ویلي چې تر هغو بریدونو ته دوام ورکوي چې د دوی په وینا د «ترهګرو پټنځایونه» یې له منځه نه وي وړي.
پرون (دوشنبې) د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د باندنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل هیواد یې لا هم د “ترهګرۍ د ګواښ له منځه وړلو” ته ژمن دی. دریځ یې نه دی بدل شوی او پاکستان د افغانستان دننه د دې لپاره اقدامات کوي چې ټاکلی هدف ترلاسه شي.
افغانستان او پاکستان د اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په لنډمهاله اوربند سلا وکړه خو د افغان چارواکو او همداراز د کوند او نورستان د اوسېدونکو په وینا د اوربند په موده کې پاکستان د توپونو او هاوانونو د ګورلیو ورولو ته دوام ورکړ.
د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو په ګولیو یوه افغان ډاکتره، چې په نورستان کې یې کار کاوه او د اختر لپاره په کونړ کې خپل کور ته روانه وه، ووژل شوه. پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د کونړولایت د ناړۍ ولسوالیو پرځینو برخو بریدونو بیا بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې یو تن ووژل شو او بل ټپي شو. که څه هم پاکستاني چارواکو لومړۍ پېښه رد کړه خو د دوهمې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
سره له دې چې ځینې راپورونه وايي چې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې، چې د مزارشریف ښار په لمنه کې ده، نامعلومه بې پېلوټه الوتکه لیدل شوې او دا هم ویل شوي چې دفاعي ځواکونو پرې ډزې کړي، خو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې (د افغانستان د شپې یوه بجه)، چې د اوربند وخت پای ته رسېدلی، د دواړو خواوو ترمنځ د کومې نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.