Homeخبرونهپه مسکو کې د پاکستان سفیر د کابل او اسلام اباد په...

په مسکو کې د پاکستان سفیر د کابل او اسلام اباد په شخړه کې د منځګړتوب غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۴ مه) په مسکو کې د پاکستان سفیر وايي چې اسلام‌اباد له مسکو څخه غوښتي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د «ایزوستیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، فیصل نیاز ترمذي دې ورځپاڼې ته ویلي چې هېواد یې د روسیې د منځګړیتوب د وړاندیز هرکلی کوي او له دې هېواد سره په اړیکه کې دی.

هغه په دې اړه ویلي: «موږ له روسیې سره په اړیکه کې یوو او له دې غوره وړاندیز څخه مننه کوو. د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان د وړاندیزونو ته په پام، موږ د اوربند پر لور حرکت کړی دی.»

د پاکستان سفیر همداراز ټینګار کړی چې اسلام‌اباد له منځګړو خواوو غوښتي چې طالبانو ته یو واضح پیغام ورسوي.

هغه زیاته کړې: «موږ ټولو هغو اړخونو ته چې په اړیکه کې دي وایو، مهرباني وکړئ طالبانو ته ووایاست چې له دې فرصت څخه یوازې د بیا ځواکمنېدو، بیا تنظیم او بیا برید لپاره استفاده ونه کړي.»

پاکستان تر اختر، یا لنډمهاله اوربند لږ وړاندې په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز په هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر افغانان ووژل او تر ۲۶۰ ډېر نور ژوبل کړل. له دې پېښې وروسته د افغانستان د طالبانو حکومت وویل چې د دې برید غچ به واخلي.

پاکستان او طالبانو د مارچ په ۱۸مه اعلان کړی و چې د روژې میاشتې له پای سره هم‌مهاله به د دواړو ترمنځ نښتې ودرول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...