ټرمپ د ایران د بریښنا په فابریکو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول، ټرمپ ویلي چې هغه د جنګ وزارت ته لارښوونه کړې چې د ایران د بریښنا او انرژۍ زیربناوو په وړاندې ټول هوایي بریدونه د پنځو ورځو لپاره تم کړي چې دا به په روانو “ناستو ” کي د خبرو اترو په بریالیتوب پورې تړلې وي، هغه په ټروت سوشيل باندي په خپل ليکل شوي پوسټ کې وویل: په تیرو دوو ورځو کې، واشنګټن او تهران خپلو منځو کي د جنګ د بشپړ حل په اړه خورا ښې او ګټورې خبرې اترې کړې دي، ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې هغه ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی و د (دوشنبې نه بيا تر نیمې شپې پورې) چې د هرمز تنګی پرانیزي، له کومه چې د نړۍ د تیلو او مایع ګازونو کم له کمه پنځمه برخه تېرېږي.
تهران بيا ګواښ وکړ، که چېري امریکا ګواښ عملي کړي نو ايران به په منځني ختیځ کې ټولې اړینې زیربناوې د اوبو سيستمونو په شمول چې حياتي عنصر دی ویجاړې کړي، ایران دا هم وویل چې دوی به په ټولو هغو سیمو کې د بریښنا فابریکې په نښه کړي کومې چې امریکایي اډو ته انرژې او بریښنا رسوي او تر څنګ به يې هغه اقتصادي، صنعتي او د انرژۍ زیربناوې هم په نښه کړې چې امریکایان پکې ونډه لري.
د ټرمپ د بېړني اعلان په غبرګون کي د نړۍ د معتبرو مطبوعاتو له قوله د ایران د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن خبرې رد کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله يوه خپره شوې اعلاميه کي داسي وايي: “موږ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه خبرې ردوو چې د امریکا او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د خبرو اترو په اړه یې ویلي دي.”
د بي بي سي او سي بي ایس نیوز په قول د ايران بهرنیو چارو وزارت زیاتوي: “د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې څخه د ایران د اهدافو د ترلاسه کولو د مخه د هر ډول خبرو اترو ردولو په دریځ ټينگ ولاړ دی.”
د ټرمپ له خبرو داسي معلومېږي چې جنګ درول شوی نه دی، خو د جنګ د درولو لپاره به خبرې کوي، ترمپ غواړي جنګ په خليج کي د امريکا د پرستېژ خوندي ساتلو لپاره ودروي، په داسي حال کي چې دا جنګ يې لا د لومړۍ اونۍ په پای کي بايللی و، ټرمپ د نتن ياهو په ډاډګېرنه غولېدلی و چې له يوې اونۍ مخکي به د ايران رژيم نسکور شی، لاس پوڅی حکومت به د پخواني پاچا د زوی رضا پهلوی تر چتر لاندي پر ايران وتپي، او د تيلو ويالې به ډکې لکه د پخوا غوندې امريکا ته ور روانې وي، ايران ته به مجال په لاس ورنشي چې د هرموز تنګی وتړي.
ټرمپ به بيا په خپل ميل، خوښه او شرايطو سره جنګ ګټلی اعلان کړي، داسي چې ټرمب به د امريکا له ټولو مخکنيو امپراتورانو نه د يو غښتلی امپراتور په څېر ظهور وکړي، بيا دا چې بلا لويه تاريخي لاسته راوړنه يې رقم کړه ، ايران د جارج بش په قول د “بدۍ څلی” يې بالاخره فتح کړ، د امريکايانو په وړاندي به د شهرت وږي ټرمپ نوم او عزت نور لوړ او ستر شي.
خو د جنګ په اوږدېدو سره او د ايران د کلک مقاومت غبرګون او ورته بريدونو د اسراييلو او امريکا ګډ پلان له مشکل سره مخ کړ، د هغوئ د جنګ ستر سيستمونه او ماشينونه يې په لومړۍ او دوهمه ورځ په ټول خليج کي دړې وړې کړل، د دوئ لومړي سنګرونه يې په بحرين، قطر، او متحده اماراتو کي يو په بل پسي مات کړل، د دفاع توان يې له لاسه ورکړ، جنګې بېړيو يې 700 کيلو متره لرې د هند بحر ته شا تګ وکړ، د تازه دم پوځونو او وسلو راوړلو توان يې ختم شو، د ځای پر ځای کولو هډې يې وېحاړې شوې، رادارونه ضد هوائې بټرۍ او انټرسپټرونه يې يا له منځ ولاړل او يا خو د کمښت سره مخ شول، خليجي ملګرو يې حواس وبايلل، په دنګو بنګلو کي ناست هک پک د ځپل ځان په غم کي شول، ارام خوبونه يې وتښتېدل، پوښتنه دا وه چې اخر ولی يې غښتلی بادار ونه توانېده دوئ له دې ناورين وژغوري؟!.
ټرمپ دا مهال د جنګ په ختمولو کي د خپلې خوښې هيڅ کارډ نه لرې، ولی بل پلو ايران د بريا کارت په خپل ګورت کي کړ، څنګه چې وغواړې هماغسي يې کارولای شي، هايپر سونيک ماک 15 ميزايلونه يې نه ختمېدونکي دي، تېره شپه يې د ايران له خوا د اسرايیلو د ډيمونا پر اتومي انرژې باندي بريد اخرې ميخ و چې د اسرايیلو پر تابوت يې وواهه!، کلک اخطار و، د هورمز بندېدل د ټرمپ بريا ته د پای ټکی کېښود، هورمز تنګی نه شي پرانیستلای، پخوانيو اروپايې ملګرو يې هم ترې مخ واړاوو.
ښاغلی ټرمپ ته له نتن ياهو نه سوا په نړۍ کي بل حامي او مددګارپاتي نشو!. دواړه داسي ملګري چې خواص يې يو بل ته ورته دې، دواړه يې د جهانې ټولنې په وړاندې رټل شوي څېرې دي، د امريکايې معتبرو نظامي او جيو پوليټکل مبصرينو د ارزونو له مخې په حقيقت کي د جنګ مهارولو اختيار له ټرمپ سره نه ، بلکه له نتن ياهو سره دی، که غواړي خپله څرمن بچ کړي نو اړينه ده چې د ځان لپاره امريکايې ولس او نړيوالو ته د کومې توجع تر نوم لاندي له دې جنګ نه چې ګټل يې ممکن نه دي ژر تر ژره ووزي.
وبه ګورو په راتلونکي يوې يا دوو اونيو کي د تلې پله د چا په ګټه درندېږي!.