پوهندوی آصف بهاند
ژونــد کـرائی کـور دی
تری به کـوچـیږی یو وخت
تیــاری له اوس ونیســه!
===
میـنه له پاسـه راځـی
لکه باران له وریځو
خاورې ته ژوند ورکوی
===
یـمه دی زړه ته حیران
هم پکی اوسی رحمان
هم پکی پروت دی شیطان
===
د خپل جوړښت له مخی
زړونه ټول یو ډول دي
خو، د مور زړه جدا دی
===
د اور نه کاني جوړ شي
کاڼی نه کور جوړ شي
یا ورنه جوړشي زړه
===
له اوبو ژوند پیدا شي
ژوند له خوندونو ډک وی
یا له دردونـو ډک وی
===
آزاد او دروند پیدا یم
نو پاغونـده ولی شـم
د چا بنــده ولی شـم؟
===
زه افغانی ګلاب یم
د خور اوربل ښکلوم
مور او کابل ښکلوم.
د پلار شملې ته ورځم
د ننګ دیرې ته ورځم
د ورور مورچې ته ورځم
سلطانجان کلیوال
جنوری/
۳/۲۰۲۴
د هېواد د حقداره علمي ــ فرهنگي شخصیت، لیکوال، شاعر، ژباړونکی او د لسگونو کتابونو مؤلف انجنیر سلطانجان کلیوال یو کال مخکې د ژوندیو له کاروانه لار جلا کړه او په خپل ابدي بېلتون سره یې د خپلې کورني، دوستانو او فرهنگیانو زړونه وداغل، دا غملړلي زړونه لاټکور شوي نه و، چې د کلیوال لومړی تلین راورسید.
په دې مقاله کې به د انجنیر سلطلنجان کلیوال د لومړي تلین د درناوي په پار د ده د علمي ــ فرهنگي شخصیت په باب څه یادونې او بیا به د ده د مړینې په پاره د ځینو قلموالو غملړلو خاطراتو او هغو یاداشتونو یادونه وکړم چې د ده خدایبښلي تر خاورو ته سپارلو وروسته په میډیا کې راښکاره شوې دي.
د انجنیر سلطانجان کلیوال د ژوند سفر په ۱۹۵۰ ام میلادي کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د ننگرهار ولایت د هسکی میني ولسوالی په «کوټه والو» کلی کې پیل او د ۲۰۲۵ ام کال د مارچ میاشت کې د کانادا په تورنتو ښار کې پایتهورسید.
یوکال مخکې چې د ده خدایبښلي د مړینې په پار ما چې کومه مقاله لیکلې وه، د هغې لیکنې په پیل کې داسې راغلي دي:
«دا دی بیا د فلک خوني منگولې زموږ د فرهنگ د بڼ پرخوا راوږدې شوې او زموږ د فرهنگ یو بل گل یې ورژاوه. په میډیا کې ډېرفعال، د افغان جرمن پورتال قلمي همکار، شاعر، لیکوال، ژباړن او د گڼشمېر کتابونو مؤلف، انجنیر سلطانجان کلیوال یې د تل له پاره له موږ نه بېل کړ.»
د سلطانجان کلیوال د فرهنگي فعالیتونو لنډجاج:
کلیوال ډک زړه او له ډېرو ناویلو او نالیکلو خبرو سره وکوچید، خو که د ده علمي فرهنگي ژوند ته په ځیر سره وگورو، له ده نه په لیکلې بڼه د ده د اثار, په قالب کې لوی فرهنگي میراث راپاتې دی.
له انجنیرسلطانجان کلیوال د راپاتې اثارو لست په لاندې ډول دی:«
۱ ــ تغمې (د شعری ټولګه) ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ ــ کابل،
۲ ــ دروند کور درنې خبرې ۱۳۷۸ کال د ننګرهار د فرهنګي ټولني چاپ ــ پیښور،
۳ ــ وختونه اوغمونه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،
۴ ــ د څپو پر سر(شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،
۵ ــ زما خاوره زما مينه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،
۶ ــ رازونه او رمزونه (شعری ټولګه)۱۳۹۱ کال چاپ،
۷ ــ د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه ۱۳۹۱ کال چاپ،
۸ ــ د نومیالیو په لړ کې (د شهید زرغون شاه ماما ژوند لیک) ۱۳۹۱ کال چاپ،
یادونه: له دریمې شمارې څخه تر نهمې شمارې پورې اثار د ګودر خپرندویی ټولنی له خوا شویدی.
مسـلـکی لیکنې:
۹ ــ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس ۱۳۹۱ کال چاپ،
۱۰ د څلورمې دورې د رسوباتو جیالوجیکي څیړنې ( ګستتنری چاپ) د کانو او جیالوجی اداره،
۱۱ــ د هوایی عکسونو تعبیر او تفسیر(ګستتنری چاپ)، یاده شوې اداره،
چاپ ته تیار اثار:
۱ ــ پښتو ــ دری ــ انګلیسی ډکشنري،
۲ ــ د کلچر له مخې انسان پیژندنه،
۳ ــ اخلاقي ارزښتونه.»
له پاسنیو اثارو نه علاوه یې په ویبسایتونو کې گڼشمېر مقالې، شعرونه او ژباړې خپرې شوې دي چې یوازې په«افغان جرمن پورتال» کې ۵۱۰ مطلبه د ده په ځانگړي ارشیف کې خوندي دي.
ما یوکال مخکې د ده د علمي ــ فرهنگي شخصیت په باب یوه مفصله مقاله خپره کړې ده،
په هغې مقالې کې ما د کلیوال د علمي ــ فرهنگي فعالیتونه په لاندې برخو ویشلي وو:
«ښاغلي کلیوال د خپل علمي ــ فرهنگي ژوند په اوږدو کې د علم او فرهنگ په څوبرخو کې گڼې مقالې، شعرونه او کتابونه په میراث پرېښي دي. زه د سلطانجان کلیوال علمي ــ فرهنگي کارونه په لاندې برخو ویشم:
الف: مسلکي لیکنې،
ب: د تخلیق په برخه کې،
ج: سیاسي لیکنې،
د: ټولنیزې لیکنې،
هـ ــ د قاموس لیکنې په برخه کې،
و : د سلطانجان کلیوال ژباړې.»
د کلیوال تر تدفین وروسته، د ده د علمي ــ فرهنگي شخصیت په باب ځینو قلموالو خپل تاثرات خپاره کړل چې زه د لته د کلیوال د لومړي تلین د درناوي په پار د دوو قلموالو نظریات رااخلم:
ډاکتر یارمحمد ترهکی:
ډاکتر یارمحمد ترهکي د کلیوال تر خښېدو څوورځې وروسته، د ده د صخیت په باب داسې ولیکل:
«… کلیوال هم چی د ژوند کږ لیچونه یی لیدلی وو ددی ښار د خلکو په مینځ کی د ځينو سپکی سپوری هم واوریدلی خو هغه ورته ټينګ شو. ځکه دادده ښار او هستوګنځی وو.د تورنتو د ښار د افغانانو ټولنیز او اقتصادی وضعیت هم په بدلیدو شو. د روښانه او متخصصو افغانان شمیر زیات شو. ځينی ځوانو افغانانو زده کړی وکړی. ځينی ډاکتران شول، ځینی وکیلان شول او ځینی انجینیران. د متعصبواو کم سوادو تنظیمی مجاهدینو شمیر مخ په کمیدو شو. د افغانانو ټولنیز انډول رښتیا هم چی بدل شو. خو په دی پنځه ویشتو کلونو کی کلیوال لکه ونه مستقیم په خپل مکان وو.
داسی ټولنیزه غونډه، داسی فاتحه داسی ملی ورځ نه وه چی هغه به یی په نمانځغونډي کی نه وو. د څو ټولنیزو اتحادیو د مشرتابه غړی شو. په ډيرو غونډو کی به یی د خپل ځان او د خپلو ملګرو د صداقت، د وطن لپاره د هوډ او د اشتباهاتو په باب خبری کولی. څو څو واری یی خپلو هغو هیوادوالو ته چی یو وخت به د هغوی له خواه زوریدلو د مینی، تحمل او احترام خبری کولی. ډير وختونه به یی د وطن څخه د لیری والی ژړا په شعرکی کوله…
کلیوال هم چی د ژوند کږ لیچونه یی لیدلی وو ددی ښار د خلکو په مینځ کی د ځينو سپکی سپوری هم واوریدلی خو هغه ورته ټينګ شو. ځکه دادده ښار او هستوګنځی وو.د تورنتو د ښار د افغانانو ټولنیز او اقتصادی وضعیت هم په بدلیدو شو. د روښانه او متخصصو افغانان شمیر زیات شو. ځينی ځوانو افغانانو زده کړی وکړی. ځينی ډاکتران شول، ځینی وکیلان شول او ځینی انجینیران. د متعصبواو کم سوادو تنظیمی مجاهدینو شمیر مخ په کمیدو شو. د افغانانو ټولنیز انډول رښتیا هم چی بدل شو. خو په دی پنځه ویشتو کلونو کی کلیوال لکه ونه مستقیم په خپل مکان وو.
کلیوال د خبری ، علم، کره کتنی او منطق شخصیت وو. داسی شخصیت چی د اغیارو په تعنو او تورونو خاموشه نشو. دده ژبه او دریځ دومره روښانه وو چی د مخالفینو د ژبی زور نه روباندی رسیدلو. څرنګه چی دلته هغه د وطن ټوپک او د برچی زور نه چلیږی نود کلیوال د ژبی او قلم توره پر ټولو تیره وه.
په حقیقت کی دا کلیوال وو چی ما ته یی د مبارزی او هڅی، د دوام زیری پنځه ویشت کاله دمخه راکړ. ده راته وښودل چی خپله خبره او خپل کتنه باید په هر چاپیریال کی ولیکو او ووایو.
کلیوال د افغانی ټولنی په یوه منل شوی شخصیت واوښت. هغه د هری میلمیستیا او بانډار تر ټولودروند شخصیت وو. دده نړی لید، د هیواد سره مینه اوخلکو ته د تیروتربګلویو د بخښنی او یو بل ته د مینی او محبت لاس ورکول فکر او کړه وړه په کاناډا کی افغانی ټولنه مجذوبه کړه.
سلطان جان کلیوال نور زمونږ په مینځ کی نشته. خو دده د نیمی پیړی سیاسی مبارزه، د هیواد په ګټه مسلکی کار ، فرهنګی هڅي او په تیره بیا د افغانانو په ټولنی کی دده د پنځو ویشت کلونو هڅو او استقامت مونږ ته یو درس راکوی او هغه دادی چی اصیل انسان په سکروټو او ایرو کی هم نه ورکیږی.
ځای دی سخته تش دی مشر ملګری سلطان جان کلیوال.»
عصمت قانع:
دخوشحال قدر که اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کا ډير عالم
داروا ښاد کليوال دبيلتون نن درېمه وه خو پرما درې کاله تېر شول چې داوښکو ديګ مې دخپلو هډوکو پر اور ايښی دی او ويني مې په کې ايشي
هيڅوک نشته چې غمرازي مې وکړي
هيڅوک نه لرم چې راته ووايې خو درب رضاده
په ژوند کې کله کله ياران داسي موقعيت اختيار کړي چې ستا نږدي خپلوان زامن لوڼي او دکور نور غړي يې ځای نه شي ډکولای
سلطان جان کليوال زما دوطنپرستۍ دخانقا پيران پير وو
او زه اوس يو بې پيره مريد يم
کله کله بې پيره مريدي هم غميزه وي
او زه يوه عجيبه غميزه تجربه کوم
دکليوال اروا ته ګلونه او درودونه
په پای کې به د یوکال مخکې دوعایه دلته هم ولیکم:
ښاغلی انجنیر سلطان جان کلیوال دې خدای وبخښي،
کورنۍ، دوستانو، مینهوالو او د افغانستان
د فرهنگ د لویې کورنۍ ټولو غړو
ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
انالله و اناالیه راجعون