Home+د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو جګړه| محمد همایون همت

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو جګړه| محمد همایون همت

جیوستراتیژیک، جیوپولیټیک، جیواکونومیک او ټولنیز-رواني تحلیل

بمونه، فکرونه، او اوسني تشویشونه

لنډیز

دا مقاله استدلال کوي چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو جګړه باید یوازې د پوځي نښتې په تنګه ژبه ونه لوستل شي. دا شخړه په عین وخت کې د جغرافیایي فشار-نقطو، د قدرت او نفوذ د سیالۍ، د انرژۍ او بازار د اعصابو، د کورني مشروعیت، او د ټولنیز برداشت شخړه هم ده.

هرمز تنګی او د ایران-قطر ګډ ګازي کمربند، یعنې سویلي پارس/شمالي فیلډ، د دې بحران اصلي ستراتېژیک او اقتصادي مرکزونه دي. د هرمز له لارې د نړۍ د سمندري نفتو نږدې درېیمه برخه او د LNG شاوخوا پنځمه برخه تېرېږي؛ له همدې امله هلته اختلال یوازې سیمه نه، بلکې نړیوال بازار هم لړزوي.

مقاله دا هم ښيي چې د امریکا، اسرائیلو، ایران، خلیجي دولتونو، هند، پاکستان، چین، روسیې، او اروپا دریځونه یوازې د بهرني امنیتي ګواښ له مخې نه، بلکې د داخلي زغم، اقتصادي لګښت، انتخاباتي فشار، او د شریکانو د بېلابېلو موخو له مخې هم بدلېږي.

په همدې دلیل، دا جګړه د بشپړې همغږۍ جګړه نه ده، بلکې د نامتوازنو ائتلافونو، محدودو همکاریو، او بېلابېلو نهاې-تصورونو جګړه ده.

د ۲۰۲۶ د مارچ تر ۲۳مې تازه تحولاتو دا منطق لا پسې روښانه کړی: واشنګټن تهران ته د هرمز د بېرته پرانیستلو ۴۸ ساعته ضرب‌الاجل ورکړی، ایران د خلیج د انرژۍ او اوبو بنسټونه ګواښلي، او نفتو نړیوالو بازارونو ته نوی ټکان رسېدلی دی.

کلیدي ټکي: ایران، امریکا، اسرائیل، هرمز، سویلي پارس، انرژي، جیوپولیټیک، جیوستراتېژي، جیواکونومیکس، کورنی سیاست، ټولنیز برداشت، نامتوازن ائتلافونه، افغانستان.

سریزه

د دې جګړې اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې چا پر چا لومړی برید وکړ. اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یو پوځي تقابل په ډېر لنډ وخت کې د انرژۍ، بیو، بیمې، ترانزیټ، کورني سیاست، او نړیوالو بازارونو په بحران بدل شو. همدلته دا شخړه له عادي امنیتي تعریف څخه اوړي او د نړیوال اقتصاد او سیمه‌ییز نظم مسئله ګرځي.

د دې مقالې اساسي فرضیه دا ده چې د جګړې مسیر یوازې د پوځي وړتیا له مخې نه ټاکل کېږي. د هغې حد او دوام د انرژۍ د شریانونو له خوندي پاتې کېدو، د دولتونو له داخلي زغم، د متحدانو له تحمل، او د بازار له عصبي غبرګون سره تړلی دی. په بله ژبه، بمونه د جګړې ښکاره بڼه ده؛ خو د جګړې حقیقي وزن ډېر ځله په بودجه، قیمت، مشروعیت، او عامه ذهني فضا کې سنجول کېږي.

نظري چوکاټ

دا مقاله څلور سره تړلي مفهومي ستنې لري.

لومړی، جیوستراتېژي ده، چې د هرمز په څېر د فشار-نقطو، سمندري لارو، اډو، او موقعیتي برلاسۍ بحث کوي.

دویم، جیوپولیټیک دی، چې د قدرت، نفوذ، ائتلاف، او د سیمه‌ییز نظم د تعریف سیالي څېړي.

درېیم، جیواکونومیکس دی، چې ښيي جغرافیه څنګه د انرژۍ، سوداګرۍ، بیمې، او بازار له لګښتونو سره نښلي.

څلورم، ټولنیز-رواني بُعد دی، چې د وېرې، ذهني فشار، روایت، او مشروعیت پر رول رڼا اچوي.

د دې مفاهیمو ترمنځ اړیکه مستقیمه او ساده نه ده، بلکې پیچلی او څو اړخیزه ده. او دا ځکه چی :

جغرافیه د قدرت ډګر جوړوي؛

قدرت بازار اغېزمنوي؛

بازار د کورني سیاست محاسبه بدلوي؛

او همدا کورنی فشار بېرته بهرنی سیاست محدودوي.

د همدې لپاره د دې جګړې تحلیل هغه وخت پوره کېږي چې هرمز، انرژي، مشروعیت، او ټولنیز برداشت په یوه ګډ چوکاټ کې ولوستل شي.

میتودولوژي او د تحلیل حدود

دا لیکنه کیفي-تفسیري، سناریو-محوره، او real-time تحلیلي مطالعه ده. د تحلیل مواد د وروستیو باوري عامه سرچینو، په ځانګړي ډول Reuters، Associated Press، Washington Post، او د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې له خپرونو څخه اخیستل شوي دي.

دا مقاله نه میداني سروې ده او نه بشپړ ارشیفي تحقیق؛ بلکې د روان بحران د تحولاتو پر مهال د سیاست، بازار، او ائتلافونو یو تفسیري لوست وړاندې کوي.

د دې طریقې یو محدودیت دا دی چې ځینې عددې اټکلونه او پوځي-اقتصادي ارزونې له تحولاتو سره ژر بدلېدای شي. له همدې امله، مقاله هغه ځای چې لازم وي د قطعیت پر ځای د احتیاط ژبه کاروي. موخه یې وروستۍ فیصله نه، بلکې د بحران د اوسني منطق روښانه کول دي.

د جګړې ټولنیز-رواني بُعد

دا جګړه یوازې پر جغرافیه نه، بلکې پر ذهنونو هم روانه ده. هر لوری هڅه کوي خپل ولس، متحدان، او بازارونه داسې متأثر وساتي چې ویره، اراده، او د خطر برداشت د ده په ګټه واوړي.

کله چې د جګړې رسمي دلیلونه بدلېږي، یا د «مهار» او «پراختیا» ترمنځ ژبه متضاده شي، نو د عامه باور کچه نرمېږي. همدا ذهني نرمښت وروسته په کورني سیاست او د جګړې په تحمل کې راڅرګندېږي.

له همدې ځایه، د جګړې ټولنیز-رواني بُعد فرعي موضوع نه ده. د امریکا د رایه ورکوونکو اندېښنه د تیلو او ژوند د لګښت په اړه، د ایران د «مقاومت» روایت، د خلیج د پا نګو او بازارونو وارخطایي، او د اروپا د انرژۍ د کمښت ویره، ټول هغه عوامل دي چې د نظامي محاسبې پر حدودو اغېز کوي.

د جګړې جیوستراتېژیک مرکز: هرمز او سویلي پارس

د هرمز تنګی د دې بحران زړه دی. دا یوازې یوه د اوبه‌لاره نه ده؛ دا د نړیوالې انرژۍ له تر ټولو مهمو تنګو شریانونو څخه ده.

د EIA د وروستیو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ د کال لومړۍ نیمایي کې له هرمز څخه هره ورځ شاوخوا ۲۳.۲ میلیونه بېرله نفت تېرېدل، چې د نړۍ د سمندري نفتو د لېږد نږدې ۲۹ سلنه جوړوي. په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د LNG شاوخوا ۲۰ سلنه هم له همدې لارې تېرېده، چې قطر پکې اصلي صادروونکی و. له همدې امله د هرمز هر اختلال ژر د نفتو، ګازو، بیمې، او باروړنې پر بیو اغېز کوي.

تر هرمز وروسته، سویلي پارس/شمالي فیلډ د دې شخړې دویم حیاتي ځای دی. دا سیمه یوازې د تولید ساحه نه ده؛

دا د ایران او قطر د انرژۍ، بودجې، او ستراتېژیک ثبات مهمه برخه ده. د Reuters د راپورونو له مخې، د راس لفان پر زیربناوو بریدونو د قطر د LNG د صادراتي وړتیا شاوخوا ۱۷ سلنه زیانمنه کړې، او د دې تاوان جبران به لنډمهاله کار نه وي. دا مانا لري چې جګړه اوس د سرحد او هوايي حریم تر کچې نه، بلکې د انرژۍ د ژورو اعصابو تر کچې رسېدلې ده.

جیوپولیټیک تحلیل: د قدرت، نفوذ، او نظم شخړه

د دې جګړې جیوپولیټیک اړخ تر نظامي تقابل ډېر پراخ دی. دلته اصلي مسأله یوازې د ایران او امریکا/اسرائیلو ترمنځ مستقیمه نښته نه ده،

بلکې دا هم ده چې د منځني ختیځ د امنیتي معمارۍ تعریف به څوک کوي.

امریکا غواړي د سمندري ازادۍ، د انرژۍ د بهیر، او د خپل امنیتي نفوذ موجود نظم وساتي.

اسرائیل تر دې ورهاخوا د ایران د اوږدمهاله کمزوري کولو فرصت لټوي.

ایران، برعکس، هڅه کوي وښيي چې نه شي منزوي کېدای او نه هم د سیمې له ستراتېژیکې معادلې ایستل کېدای شي.

همدلته د جیوپولیټیک اصلي درز راڅرګندېږي:

لو بغاړې او جګړ یزې لوري په ظاهري جګړه کې ښکېل دي، خو په حقیقت کې د سیمې د سبا پر نظم جګړه کوي.

خلیجي دولتونه د امریکا له امنیتي چتره نه بېلېږي، خو نه غواړي د لویو لوبغاړو د تقابل اصلي اقتصادي بیه دوی پرې کړي.

چین د ثبات غوښتنه کوي، ځکه انرژي، سوداګریزې لارې، او صنعتي عرضه ورته مهمه ده.

روسیه له بحران څخه سیاسي او قیمتي ګټه اخلي، خو د ژور عملیاتي تعهد نښه نه ورکوي.

اروپا د امنیتي دریځ او اقتصادي اضطرار ترمنځ راګیره ده.

نو دا جګړه د قدرت د بیا وېش، د نفوذ د حد، او د “مشروع زور-کارونې “ د تعریف پر سر شخړه هم ده.

جیواکونومیکس: د جګړې اقتصادي جغرافیه

په دې بحران کې جغرافیه نېغ په نېغه اقتصاد ته اوړي. هرمز، راس لفان، سویلي پارس، او د خلیج بندرونه یوازې جغرافیایي ځایونه نه دي؛ دا د قیمت، بیمې، وارداتو، او دولتي بودجو د فشار نقطې دي. کله چې پر دغو ځایونو ګواښ زیاتېږي، نو جګړه له نظامي ډګر څخه بازار ته ننوځي.

Reuters د مارچ پر ۲۲مه راپور ورکړ چې Brent د جمعې په پای کې ۱۱۲.۱۹ ډالرو ته وخوت، او د مارچ پر ۲۳مه په بازارونو کې دا خطر لا هم ژوندی و چې که شخړه وغځېږي، قیمتونه لا لوړ شي.

Goldman Sachs هم د ۲۰۲۶ لپاره د Brent او WTI خپل اټکلونه پورته کړل او د هرمز د اوږدې ګډوډۍ په سناریو کې یې د لا لوړو بیو امکان یاد کړ.

دا اقتصادي فشار یوازې د انرژۍ پر بازار نه درېږي. د بیمې حق‌العبور، د بېړیو د خطر لګښت، د سرې او صنعتي موادو نرخ، او د وارداتي اقتصادونو د اسعارو فشار ټول ورسره بدلېږي. همدا وجه ده چې د جګړې اصلي لګښت یوازې هغه نه دی چې په میدان کې لګېږي؛

مهمه برخه یې هغه ده چې په خاموشه ډول د قیمت، وارداتو، او انفلاسیون له لارې ټولنو ته انتقالېږي.

امریکا: بهرنی فشار او داخلي حساب

د امریکا لپاره دا جګړه یوازې د ایران د کمزوري کولو یا د اسرائیلو د ملاتړ مسئله نه ده.

واشنګټن په یوه وخت کې له څو حسابونو سره مخ دی:

د هرمز د لارې ازادي، د متحدانو د اطمینان ساتل، د نفتو د بیو مهار، او د کورني سیاسي زیان کمول.

Reuters او AP دواړو ښودلې چې د ټرمپ ادارې پیغامونه یو شان نه دي پاتې شوي؛

کله د جګړې د راکمول کېدو اشارې ورکړل شوې او کله بیا د ایران د برېښنا او انرژۍ بنسټونو پر ضد د سخت اقدام ګواښ وشو.

دغه تضاد تصادفي نه دی. دا د امریکايي سیاست د هغه فشار نښه ده چې بهرنی زور غواړي، خو داخلي قیمت نه شي هضمولای.

د MAGA چاپېریال یوه برخه د اوږدې جګړې مخالفه ده، د ګازو او ژوند د لګښت اندېښنه لوړه شوې، او د ادارې پر تصمیم د قانوني او اخلاقي نیوکو بحث هم راپارېدلی دی.

Washington Post هم راپور ورکړی چې د بازار د شاک د کمولو لپاره د سمندر پر سر بار شوي ځینې ایراني نفتو د محدود نرمښت بحث شوی و.

دا هر څه ښيي چې امریکا د زور او بازار، دواړو ترمنځ یو سخت توازن لټوي.

اسرائیل: امنیتي فرصت او د پای-تصور اختلاف

اسرائیل دا جګړه یوازې د یوه مقطعي غبرګون په توګه نه ویني؛ هغه یې د ایران د اوږدمهاله کمزوري کولو ، د نظام د بر باد کولو او د خپلې امنیتي برلاسۍ د ټینګولو لپاره طلا ې فرصت هم ګڼي. له همدې ځایه یې محاسبه تر ډېره د «تهدید کمول» نه، بلکې د «ستراتېژیک فرصت کارول» او منطقوی بر لا سی دی.

خو د امریکا له حساب سره یې توپیر همدلته پیدا کېږي:

واشنګټن د بازار، ائتلاف، او داخلي تاوان ژر سنجوي، خو اسرائیل تر ډېره د امنیتي پایلې منطقوی قدرت له زاویې فکر کوي.

په همدې دلیل، امریکا او اسرائیل په عملیاتو کې نږدې دي، خو د منلو وړ پای او د جګړې د حد په تعریف کې تل یو شان نه ښکاري.

همدا نری اختلاف د نامتوازنو ائتلافونو د بحث لپاره مهم بنسټ جوړوي.

ایران: بقا، مشروعیت، زغم، او د متقابل مخنیوي تګلاره

ایران باید په دې مقاله کې یوازې د برید لاندې لوري په توګه ونه لوستل شي. د هغه لپاره دا جګړه د نظام د بقا، ملي وقار، داخلي مشروعیت، او سیمه‌ییز حضور مسئله هم ده.

له یوې خوا، بهرنی فشار اکثراً د داخلي بسیج او د «مقاومت» د روایت د پیاوړتیا زمینه برابروي. له بلې خوا، که جګړه اوږده شي، زیربناوې زیانمنې شي، او اقتصادي بار دروند شي، نو د خلکو ورځنی ژوند او زغم تر فشار لاندې راځي.

Washington Post راپور ورکړی چې تهران، سره له درنو تاوانونو، لا هم د هرمز د leverage له لارې د نړیوال اقتصادي درد پراخولو ته د فشار د یوې وسیلې په سترګه ګوري.

د ایران محاسبه دا ده چې جګړه باید یوازې پر خپله خاوره محدوده پاتې نه شي. د همدې لپاره یې د خلیج د انرژۍ او اوبو بنسټونه، د هرمز تګ‌راتګ، او سیمه‌ییز اعصاب د متقابل لګښت د زیاتولو په ژبه یاد کړي دي.

Reuters د مارچ پر ۲۲مه راپور ورکړ چې ایران ګواښ کړی که د هغه پر انرژۍ بنسټونو برید وشي، د خلیج د انرژۍ او desalination تأسیسات به په نښه کړي.

دا یوازې پوځي غبرګون نه، بلکې اقتصادي-سیاسي پیغام دی: که پر ایران فشار راځي، د فشار بیه به نور هم پرې کوي.

خلیجي دولتونه: امنیتي چتر او اقتصادي بقا

خلیجي دولتونه په دې بحران کې تر ټولو نازک حالت لري. دوی امنیتي تضمین د امریکا له چتره غواړي، خو اقتصادي بقا یې په ثبات، صادراتو، بندرونو، پانګې، او نړیوال اعتماد پورې تړلې ده. د خلیج لپاره خطر یوازې د توغندیو سقوط نه دی؛ خطر دا هم دی چې بازار، پانګه، LNG، او سمندري ترافیک ګډوډ شي. د QatarEnergy د مشر سعد الکعبي په وینا، د راس لفان بریدونو د قطر د LNG زیربناوو ته دروند زیان اړولی او دا پېښه د بحران اقتصادي ژورتیا ښيي.

له همدې امله د خلیجي دولتونو لومړیتوب د جګړې پراخول نه، بلکې د بنسټونو ژغورل او د صادراتو عادي کېدل دي. هغوی له امنیتي صف‌بندۍ نه نه شي وتلی، خو د همدې صف‌بندۍ د لومړۍ اقتصادي بیې زغمل ورته سخت دي.

پاکستان او هند: د انرژۍ، احتیاط، او توازن سیاست

پاکستان د دې بحران پر وړاندې ډېر حساس دی،

ځکه اقتصاد یې کمزوری، د انرژۍ وارداتو ته اړ، د بهرنیو اسعارو او پراخ دا خلې ا منیتی ا ند یښنو له فشار سره مخ دی.

د خلیج هر قیمتي شاک د پاکستان پر بودجه، اسعارو، او ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي. له بلې خوا، اسلام‌اباد نه غواړي د ایران او خلیجي چاپېریال له کوم لوري سره داسې ټکر ته لاړ شي چې خپل داخلي ثبات نور هم کمزوری کړي. نو د هغه اصلي سیاست د بقا او توازن سیاست دی. دا ارزونه تر ډېره استنباطي ده، ځکه په دې برخه کې ورته‌وختي عامه شمېرې محدودې دي، خو د انرژۍ او کاري بازار جوړښت یې دا حساسیت تاییدوي.

هند بیا د هرمز د ازاد تګ‌راتګ، خام نفتو، او LNG له دوام سره ژوره علاقه لري.

Reuters راپور ورکړی چې د قطر د LNG پر عرضه اغېز د هند لپاره مهمه اندېښنه ګرځېدلې، او د هند لومړي وزیر د سمندري تګ‌راتګ د ازادۍ پر اهمیت ټینګار کړی. د هند دریځ تر ډېره محافظه‌کارانه او حساب‌کوونکی دی: عرضه باید روانه وي، بحران باید اوږد نه شي، او داخلي انفلاسیون باید مهار پاتې شي.

چین، روسیه، او اروپا: ثبات، ګټه، او احتیاط

چین مستقیم پوځي لوری نه دی، خو د انرژۍ، سوداګرۍ، او صنعتي عرضې له نظره ژور اغېزمنېږي. له همدې امله یې ژبه د ثبات، د جګړې د ختمېدو، او د اقتصادي اغېزو د کمولو ژبه ده. Reuters ویلي چې چین د جګړې د پای غوښتنه کړې او د نړیوال تجارت او ترانزیټ پر اغېزو یې خبرداری ورکړی.

روسیه بیا دوه‌ګونی حساب لري:

له یوه لوري له تهران سره سیاسي نږدېوالی ساتي، له بل لوري نه غواړي ځان داسې تعهد ته وتړي چې اضافي بار پرې واچوي.

لوړ قیمتونه روسیې ته نسبي اقتصادي ګټه هم رسوي.

اروپا بیا د انرژۍ په دویمه کرښه کې کلکه ولاړه ده.

Reuters د مارچ پر ۲۱مه راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون د غړو هېوادونو لپاره د ګازو د ذخیرې هدفونو کې د انعطاف سپارښتنه کړې، ځکه د منځني ختیځ بحران د ګازو بیو ته ټکان ورکړی دی. دا ښيي چې د اروپا لپاره «ثبات» نور سیاسي شعار نه، بلکې د صنعتي او ټولنیز دوام شرط دی.

نامتوازن ائتلافونه: ګډه جبهه، بېلابېل حسابونه

د دې جګړې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې لوري سره نږدې ښکاري، خو اهداف یې یو شان نه دي.

امریکا د فشار، بازار، ائتلاف، او انتخاباتو ترمنځ توازن غواړي.

اسرائیل د امنیتي فرصت پر ژورولو ټینګار لري.

خلیج د امنیتي چتر د ساتلو تر څنګ اقتصادي بقا غواړي.

چین او اروپا ثبات غواړي، خو د هر یوه د ثبات معنا له خپل اقتصاد سره تړلې ده.

روسیه سیاسي مانور او نسبي قیمتي ګټه ویني. ایران بیا غواړي چې فشار یوازې پر خپله خاوره بند پاتې نه شي.

له همدې امله دا جګړه د «یوې بشپړې متحدې جبهې» جګړه نه ده. دا د شریکو عملیاتو او بېلابېلو پای-تصورونو جګړه ده.

همدا نابرابري د جګړې د مهار او پراختیا دواړو لپاره مهمه ده: ځکه هر لوری تر هغه ځایه همکاري کوي چې د خپل داخلي او اقتصادي تحمل له پولې نه اوړي.

د جګړې احتمالي عواقب او پایلې

د امریکا لپاره د دې جګړې تر ټولو لوی خطر دا دی چې بهرنی فشار په کورني تاوان بدل شي. که نفت ګران پاتې شي، انتخاباتي فضا سخته شي، او د جګړې قانوني او اخلاقي پوښتنې ژورې شي، نو اداره به له هغه بحرانه سره مخ شي چې د میدان لاسته راوړنه یې د کورني سیاست په بیه اخیستل شوې وي.

اسرائیل ښايي په لنډمهال کې امنیتي فایده وویني، خو د دوامدار متقابل فشار، د سیمې د پراخې بې‌ثباتۍ، او د نړیوال مشروعیت د فشار خطرونه ورسره مل دي.

ایران بیا د زیربناوو، اقتصاد، او داخلي زغم په درې‌ګوني ازموینه کې دی. که د «مقاومت» ژبه د اقتصادي سختۍ تر بار لاندې کمزورې شي، د جګړې داخلي قیمت به لوړېږي؛ که برعکس، بهرنی فشار د داخلي بسیج فضا پیاوړې کړي، نظام به د ډېرې مودې د مقاومت ژبه خپله کړي.

خلیج د بنسټونو، صادراتو، او نړیوال باور له زاویې تر ټولو ژر محسوس زیان ویني.

پاکستان، هند، او افغانستان بیا د بیو، وارداتو، او ټولنیز فشار له لارې اغېزمنېږي. نړیوال اقتصاد د بیمې، باروړنې، سرې، او صنعتي عرضې له اړخه د اوږدې بې‌ثباتۍ خطر احساسوي. د Reuters د بازار راپورونه هم ښيي چې اسیايي بازارونو، بانډونو، او اسعارو ته دا شخړه د انرژۍ-انفلاسیون ګډ فشار راوړی دی.

افغانستان او سیمه‌ییز اغېز

پر افغانستان د دې جګړې اغېز تر ډېره غیرمستقیم دی، خو بې‌اغېزې نه دی. افغانستان وارداتي اقتصاد لري او د سیمې د ترانزیټي لارو، د تیلو د بیو، او د سرحدي سوداګرۍ له بهیر سره تړلی دی. د نفتو، ټرانسپورټ، او خوراکي توکو هر نوی شاک د کمزورو کورنیو پر بودجه ژر اثر کوي. همدا راز، که په ایران او پاکستان کې اقتصادي او امنیتي فشار زیات شي، د افغان کډوالو، مزدورانو، او حوالو پر شبکو هم منفي اغېز لرلای شي.

دا برخه په مقاله کې د احتیاط ژبې ته اړتیا لري، ځکه ډېری اټکلونه لا د روان بحران تابع دي؛ خو عمومي جهت یې روښانه دی:

د لویو قدرتونو جګړه ډېر وخت د کمزورو ټولنو پر ورځني ژوند درنه تمامېږي.

د جګړې درې ممکنې سناریوګانې

لومړۍ سناریو محدود مهار دی: د جګړی لوري سخت پیغامونه تبادله کوي، خو له پراخې چاودنې شاته کېږي او هرمز په تدریج عادي کېږي.

دویمه سناریو اوږد مها له ستړی کونکی بهیر دی: نه بشپړ مهار رامنځته کېږي او نه بشپړ پراخېدنه، بلکې جګړه په محدودو بریدونو، بازار شاک، او رواني فشارونو سره غځېږي.

درېیمه سناریو پراخ سیمه‌ییز انفجار دی: د انرژۍ بنسټونه، سمندري لارې، او نور شریکان لا زیات ښکېلېږي او بحران له دوه‌اړخیزې شخړې د څو-اړخیزې منطقې جګړې بڼه خپلوي.

د روانو نښو له مخې، تر دې ساعته دویمه سناریو، یعنې د جګړی دوام او ستړ ی حا لت، تر نورو ډېره نږدې ښکاري؛ ځکه نه د مهار واضح لاره ښکاري او نه د پریکنده سیاسي حل نښه.

بحث

د دې مقالې عمومي استدلال دا دی چې روان بحران باید یوازې د پوځي-امنیتي نښتې په توګه ونه لوستل شي.

اصلي ټکی دا دی چې جګړه هر څومره په میدان کې ښکاره وي، د هغې د دوام او مهار اصلي حدونه په انرژۍ، بازار، مشروعیت، او د دولتونو په داخلي زغم کې ټاکل کېږي. هرمز او سویلي پارس د دې شخړې اقتصادي او ستراتېژیک اعصاب دي؛

امریکا او اسرائیل سره نږدې دي، خو یو شان نه دي؛

ایران د بقا او متقابل لګښت د زیاتولو ترمنځ حرکت کوي؛

خلیج د امنیت او اقتصاد ترمنځ بند دی؛

او نړیوال بازار دا ټول په قیمت او وارخطایي ترجمه کوي.

په همدې معنا، دا جګړه «یوازې بمونه» نه دي. تر شا یې فکرونه دي:

د قدرت حساب، د نفوذ سیالي، د شریکانو اختلاف، او د داخلي مشروعیت منطق.

او تر شا یې تشویشونه هم دي:

د بیو ویره، د بازار اضطراب، د کډوالۍ اندېښنه، او د کمزورو ټولنو پر ژوند دروند بار.

همدا درې واړه کچې د سرلیک اصلي علمي مانا جوړوي.

پایله

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو جګړه باید د پوځي نښتې له تنګې ژبې وایستل شي او د جیوستراتېژۍ، جیوپولیټیک، جیواکونومیکس، کورني سیاست، او ټولنیز-رواني برداشت د متقابل

تعامل په چوکاټ کې ولوستل شي.

د هرمز تنګی او د ایران-قطر د ګازو کمربند د دې بحران اصلي شریانونه دي؛ هر اختلال پکې نړیوال قیمت، بیمه، باروړنه، او سیاسي محاسبه بدلوي.

د امریکا، اسرائیلو، ایران، خلیج، او نورو لورو حسابونه یو شان نه دي؛

له همدې امله د جګړې مسیر هم د بشپړې همغږۍ پر ځای د نامتوازنو ائتلافونو، محدودو همکاریو، او داخلي محدودیتونو تابع دی.

تر ۲۰۲۶ د مارچ ۲۳مې تازه تحولاتو دا استدلال نور هم پیاوړی کړی دی:

واشنګټن د هرمز د پرانیستلو لپاره سخت ضرب‌الاجل ټاکلی، ایران د انرژۍ او اوبو بنسټونو د نښه کولو ګواښ کړی، نفتو بازارونه لوړې بیې منعکسوي، او نړیواله ډیپلوماسي لا تر اوسه د داسې حل نښه نه ورکوي چې هم بازار ارام کړي او هم سیمه له پراخ انفجار څخه راوباسي.

نو د دې جګړې راتلونکی به یوازې په میدان کې نه، بلکې په بودجه، بازار، پارلمان، عامه ذهن، او د متحدانو په تحمل کې هم ټاکل کېږي.

سرچینې او ماخذونه

1. U.S. Energy Information Administration (EIA). World Oil Transit Chokepoints. 2026.

2. U.S. Energy Information Administration (EIA). About one-fifth of global liquefied natural gas trade flows through the Strait of Hormuz. 2025.

3. Reuters. Iran threatens to retaliate against Gulf energy and water after Trump ultimatum. 22 March 2026.

4. Reuters. Oil prices to rise further on Monday as Mideast war escalates. 22 March 2026.

5. Reuters. Oil steadies as investors weigh up US, Iran threats to facilities, eased sanctions. 23 March 2026.

6. Reuters. Goldman Sachs raises 2026 Brent crude average price forecast. 23 March 2026.

7. Reuters. Asia shares slide, yields climb as Gulf war rages. 23 March 2026.

8. Reuters. Three weeks in, Iran war escalates beyond Trump’s control. 21 March 2026.

9. Reuters. Qatar’s energy boss says he had warned of dangers of provoking Iran. 20 March 2026.

10. Reuters. Iran attacks wipe out 17% of Qatar’s LNG capacity. 19 March 2026.

11. Reuters. EU urges members to cut gas-storage targets due to Iran war. 21 March 2026.

12. Reuters. Iran attacks near Israeli nuclear site, fires long-range missiles for first time. 21 March 2026.

13. Associated Press. Trump’s changing course on Strait of Hormuz strategy raises questions about US war preparation. 22 March 2026.

14. Washington Post. Why Iran does not appear ready to give in, despite heavy losses. 22 March 2026.

15. Washington Post. Joe Kent says he wants Trump to hear MAGA opposition to Iran war. 22 March 2026.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...