تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) رویټرز خبري اژانس نن د ټرمپ له قوله ویلي چې له ایران سره یې رغنده خبرې پیل کړي او له همدې کبله یې خپل دفاع وزارت ته امر کړی چې د ایران د برېښناکوټونو پر ضد عملیات ودروي.
رویټرز وايي چې ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي چې امریکا او ایران په تېرو دوو ورځو کې د منځني ختیځ د کړکېچ د هواري لپاره «ډېرې ښې او رغنده خبرې» کړې دي.
هغه لیکلي چې د دې خبرو «د عمومي فضا او لهجې» پر بنسټ یې دفاع وزارت ته امر کړی چې د ایران د برېښناکوټونو او د انرژۍ پر زیربناوو هر ډول پوځي برید د «پنځو ورځو» لپاره وځنډوي، «په دې شرط چې روانې خبرې او غونډې بریالۍ شي.»
ټرمپ زیاته کړې چې دا خبرې به «د اوونۍ په اوږدو کې دوام ولري.»
د امریکا ولسمشر دا پیغام څو ساعته مخکې له هغې خپور کړ چې ایران ته د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره د هغه ۴۸ ساعته مهلت پای ته رسېدو ته نژدې و.
هغه د یکشنبې په سهار (د وري دوهمه) ګواښ کړی و چې که ایران په «۴۸ ساعتونو» کې هرمز تنګی «په بشپړه توګه او پرته له ګواښه» خلاص نه کړي، امریکا به د دې هېواد برېښناکوټونه «له منځه یوسي.»
همدارنګه د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې په هغو هېوادونو کې چې امریکا پکې پوځي اډې لري، بریدونه وکړي.