تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) په داسي حال کې چې ایران ته د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د امریکا د ضرب الاجل وخت په رارسېدو دی، داسي ښکاري چې امریکا له خپلې پټکې په شا ته کېدو دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د متقابلو ګواښونو له زیاتېدو وروسته، او په داسې حال کې چې جګړه څلورمې اوونۍ ته داخله شوې، د سپینې ماڼۍ چارواکو خپلو اسراییلي سیالانو ته ویلي چې د دې سمندري لارې د بیا پرانېستلو لپاره هر ډول احتمالي امریکايي عملیات به څو اوونۍ وخت ونیسي.
د اسرائیل ۱۲ تلویزیوني چاینل د سپینې ماڼۍ د چارواکو له قوله ویلي: «که ایران د ۴۸ ساعته مهلت ته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ماښام د دې حیاتي لارې د پرانیستلو لپاره ټاکلی، ځواب ورنه کړي، جګړه به وغځېږي چې د امریکا د احتمالي عملیاتو لپاره لازم وخت برابر شي.»
د راپور له مخې، امریکايي چارواکو اسراییلي لوري ته ویلي چې «په ستراتیژۍ کې بدلون ته اړتیا ده» او واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې ایران د هرمز تنګی، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي، یرغمل کړي.
له داخله کمزوري کول
دوی زیاته کړې: «موږ به له دې موضوع څخه استفاده وکړو چې هغوی له دننه کمزوري کړو.»
د «جروزالم پوسټ» د راپور له مخې، هممهاله اسراییلي سرچینو ویلي چې امریکا په جدي ډول د ځمکنیو پوځي عملیاتو د ترسره کولو امکان ارزوي، څو د خارک ټاپو، چې د ایران د تېلو د صادراتو اصلي مرکز دی، تر کنټرول لاندې راولي.
دوو باخبره سرچینو دا هم افشا کړې چې لوړپوړو امریکايي چارواکو اسرائیل او نورو هېوادونو ته ویلي چې ښايي واشنګټن له دې پرته چې د دې ټاپو د نیولو لپاره ځمکني عملیات ترسره کړي، بله لار ونه لري.
یوه امریکايي چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا پوځ په چټکۍ سره زرګونه سمندري سرتېري منځني ختیځ ته استولي دي. په دې پوځي پیاوړتیا کې د «یو ایس ایس باکسر» آبي-خاکي بېړۍ، او همداراز «یو ایس ایس پورټلنډ» او «یو ایس ایس کامسټاک» کښتۍ هم شاملې دي.