Homeخبرونهد ټرمپ حکومت له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو...

د ټرمپ حکومت له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲ مه) د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ حکومت له درې اوونیو جګړې وروسته له ایران سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه لومړني بحثونه پیل کړي دي.

اکسیوس امریکايي ویبپاڼه د امریکا تر ډېرو رسنیو کره معلوماتو ته ډېر لاسرسی لري.

راپور وايي چې د ټرمپ استازي، جرد کوشنر او سټیو ویتکاف، په دغو احتمالي ډیپلوماټیکو هڅو کې مهم رول لري. دا دواړه هغه کسان دي چې له جګړې مخکې یې له ایران سره په وروستیو خبرو کې هم ګډون درلود.

د راپور له مخې، د جګړې د پای ته رسېدو په هر ډول هوکړه کې باید څو مهم ټکي شامل وي، لکه د هرمز تنګي بېرته پرانیستل، د ایران په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو د زیرمو د موضوع حل، او د ایران د اتومي پروګرام، بالستیک توغندیو او سیمه‌ییزو نیابتي ډلو په اړه یو اوږدمهاله تړون.

بل لور ته، د ایران غوښتنې د اوربند اعلان، دا تضمین چې جګړه به بیا نه پیلېږي، او د تاوان یا غرامت ترلاسه کول بلل شوي دي.

اکسیوس زیاتوي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیم تماس نه دی نیول شوی، خو مصر، قطر او بریتانیا د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله کړي دي. د راپور له مخې، مصر او قطر امریکا او اسرائیل ته ویلي چې ایران خبرو ته لېوالتیا لري، خو سخت شرایط لري.

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې واشنګټن غواړي ایران شپږ شرطونه ومني، چې پکې د پنځو کلونو لپاره د توغندويي پروګرام درول، د یورانیمو صفر غني کول، د نطنز، اصفهان او فردو اتومي تاسیساتو له منځه وړل، پر سانتریفیوژونو سخت نړیوال نظارت، او د سیمې له هېوادونو سره د وسلو د کنټرول تړون شامل دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ټرمپ مخکې ویلي و چې پر ایران د پوځي عملیاتو تدریجي کمولو او د جګړې پای ته رسولو ته پام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...