Homeخبرونهیوې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې

یوې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲ مه) یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۴ و، څو ساعته وړاندې، د شنبې په ورځ د شپې په ۹ بجې او ۴۳ دقیقې د افغانستان بدخشان ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې مرکز د فیض اباد د جنوب په ۹۵ کیلومترۍ کې د هندوکش په غرونو کې بللی دی.

د دې ادارې پر اساس، د دې زلزلې مرکز تر مځکې ۹۶ کیلومتره لاندې و او له همدې کبله یې ټکانونه سخت نه و.

هر څومره چې د زلزلې مرکز تر مځکې لږ لاندې وي، ټکانونه یې سخت او زیانونه یې زیات وي.

د کونړ او هرات د وروستیو دوو کلونو د زلزلو مرکزونه د مځکې تر سطحې ۹ او ۱۰ کیلومتره لاندې وو، ځکه یې له کبله زیاته مرګ ژوبله او وراني رامنځه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...