تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲ مه) د نړیوال بحران ډله خبرداری ورکوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو زیاتوالی، په ځانګړي ډول کابل ته نژدې له خونړي برید وروسته، د اوږدمهاله تاوتریخوالي د یوې خطرناکې دورې احتمال ډېر کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د پاکستان له لوري د مارچ په ۱۶مه په کابل کې هوايي برید د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو مهم پړاو بلل کېږي.
په دې برید کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي. ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او د بشري حقونو ډلو په برید کې د سلګونو کسانو مرګ ژوبله تایید کړې خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
خو د طالبانو حکومت او روغتیايي کارکوونکي تاییدوي چې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د نړیوال بحران ډله په خپل راپور کې خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام به جدي بشري او اقتصادي پایلې ولري. د دې ډلې په وینا، تر اوسه تر ۱۰۰ زره زیات کسان د وروستیو نښتو له امله بېځایه شوي او دواړه هېوادونه له زیاتېدونکو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
د نړیوال بحران ډلې همداراز ویلي چې د پاکستان پوځي برلاسی حتمي بریا نه تضمینوي، او د بېپیلوټه الوتکو او نامتقارنې جګړې زیات استعمال ښايي تاوتریخوالی لا زیات کړي.
پاکستان هوايي ځواک او پرمختللی توغندويي سیستم لري خو افغانستان د هوا ضد سیستم نه لري چې د پاکستان د هوايي بریدونو مخه پرې ونیسي. لکه څنګه چې پاکستان د کابل د معتادانو د (امېد) روغتون بمباري کړ، د دې ښار او نورو ښارونو هره برخه بمباري کولی شي.
په ورته وخت کې، د قطر، ترکیې او سعودي عربستان د منځګړیتوب هڅې تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو دایمي هوکړې ته نه دي رسېدلې، که څه هم دواړو لورو د کوچني اختر په لړ کې لنډمهاله اوربند اعلان کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې د دې کړکېچ یوازینۍ حللاره ژر بېرته د سیاسي خبرو پیلول دي، او منځګړي هېوادونه باید د باور وړ چوکاټ د جوړولو لپاره همکاري وکړي څو د دواړو لورو امنیتي اندېښنې حل شي.
د راپور په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې که جګړې دوام وکړي، نه یوازې د ملکي وګړو تلفات به زیات شي، بلکې د سیمې ثبات به هم له جدي ګواښ سره مخامخ شي.