Home+د احتر په ورځو کې د خوړو کنټرول| ډاکتر ش میره‌کی

د احتر په ورځو کې د خوړو کنټرول| ډاکتر ش میره‌کی

د اختر په ورځو کې د خوړو کنټرول د هغو کسانو لپاره ډېر مهم دی چې د شکر، لوړ فشار، د پښتورګو او د زړه ناروغي لري. که لږ پام ونه شي، هم ناروغي یې زیاتېږي او هم وزن یې زیاتېږي.

 ۱. د غوښې خوړل (په ځانګړي ډول د پسه غوښه)

  • د پسه غوښه ډېره غوړ لري، نو:
  • یوازې لږه اندازه وخورئ
  • وازګه یا سپینه برخه یې حتمي لرې کړئ
  • له سرې شوې غوښې څخه ځان وساتئ لکه (کباب او یا په غوړو کې سره شوې غوښه)

ښه بدیل:

  • په اوبو کې پخه شوې غوښه
  • یا د مرغانو بې‌غوړه غوښه

۲. د خوږو او شکر لرونکو خوړو کنټرول

د شکرې ناروغانو لپاره ډېر مهم:

  • له لاندې شیانو ځان وساتئ:
  • کولچې، کېک، شیریني
  • خواږه مشروبات

ښه بدیل:

  • لږ مېوه (لکه مڼه، انار)
  • بې بورې چای (شین چای)

 ۳. د مالګې کمول (د لوړ فشار او زړه لپاره)

  • ډېره مالګه:
  • فشار لوړوي
  • زړه او پښتورګي خرابوي

سپارښتنه:

  • خواړه بې‌مالګې یا کم‌مالګې وخورئ
  • اچار او مالګین شیان مه کاروئ

 ۴. مایعات (اوبه)

  • د پښتورګو او زړه ناروغانولپاره:
  • اوبه په اعتدال سره وڅښئ (ډاکټر د ناروغۍ له مخې ټاکي)

که پړسوب لرئ اوبه مه زیاتوئ

 ۵. ډوډۍ او کاربوهایډرېټ

  • سپینه ډوډۍ، وریجې، او خواږه شیان وزن زیاتوي

ښه بدیل:

  • لږه اندازه ډوډۍ
  • د اوربشو یا بشپړې غلې ډوډۍ

 ۶. سبزي او سلاد

  • د سبزیو او د ترکاریو سلاد ډېر ګټور دی:
  • وزن کنټرولوي
  • د زړه او شکر لپاره ښه دی

خو:

  • مالګه او غوړ پرې مه زیاتوئ

 ۷. فزیکي خوځښت

  • د اختر په ورځو کې ګرځېدل:
  • شکر کنټرولوي
  • وزن نه زیاتوي
  • د زړه لپاره ښه دی

 ۸. د خوړو اندازه (تر ټولو مهم ټکی)

  • لږ وخورئ، خو څو ځله
  • معده مه ډکوئ

قاعده:

 “تر مړښت لږ مخکې لاس واخلئ” ( ډیره مه خورئ )

لنډه طبي مشوره

که له دغو ناروغیو څخه کومه لرئ:

  • بې‌نظم خوړل مه کوه
  • درمل پر وخت وخوره
  • که امکان وي، د اختر په ورځو کې هم د خوړو پلان رعایت کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...