Homeخبرونهد اسرائیل د توغندیو د دفاعي سیستم مهمات د پام وړ کم...

د اسرائیل د توغندیو د دفاعي سیستم مهمات د پام وړ کم شوي دي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۲۴ مه) خبري وېبپاڼې، سمافور د شنبې په ورځ د هغو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، راپور ورکړی چې اسرائیل تېره اوونۍ امریکا ته خبر ورکړی چې د خپل دفاعي سیستم د توغندو مخنیوونکي مهمات یې ډېر کم شوي دي.

د راپور له مخې، د اسرائیل په زېرمو کې د بالستیک توغندیو د شنډولو لپاره د مخنیوونکو توغندیو شمېر «ډېر کم» پاتې دی.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د اسرائیل ښارونه لا هم د ایران د بالستیک توغندیو تر بریدونو لاندې دي، که څه هم د ساحوي راپورونو له مخې ایران په وروستۍ اوونۍ کې د جګړې د پیل د لومړۍ اوونۍ پرتله ډېر لږ توغندي توغولي دي.

یوه امریکايي چارواکي سمافور ته ویلي چې د امریکا حکومت د اسرائیل له دې ستونزې خبر دی، خو د امریکا پوځ له داسې کمښت سره نه دی مخامخ.

پوځي ماهرانو مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې که جګړه اوږده شي، نو د بېلابېلو هېوادونو لکه اسرائیل او امریکا په وسلوالو زېرمو کې د مهماتو د کمښت احتمال شته.

سمافور لیکلي چې لا روښانه نه ده چې آیا امریکا به د اسرائیل د مهماتو کمښت جبران کړي که نه.

په همدې حال کې اسراییلي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه ټپیان روغتونونو ته بېوړل شوي دي. ایران په ۹ ساعتونو کې پنځه ځله پر اسراییل توغندويي بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...