Homeخبرونهامریکا کې پر افغانستان د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریون شوی

امریکا کې پر افغانستان د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریون شوی

 تاند (یک شنبه د کب – حوت ۲۴مه) ‏ د امریکا په واشنګټن ښارکې یو شمېر افغانان د اعتراض په پار راټول شوي وو او پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه یې وغندل.

اعتراض کوونکو پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو د درولو غوښتنه کوله.

لاریونوالو د پاکستان په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو مرګ ژوبله له نړيوالو قوانينو سرغړونه وبلله او پر نړيواله ټولنه یې غږ وکړ چې پاکستان دې د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې راوګرځوي.

د لاریون یو ګډونواله لېمه وایي: « کوم ظلم چې پاکستان شروع کړی، ماشومان وژني ، ښځې وژني او د تروریست په بهانه دا کار کوي، نو راغلي یو چې، نړیوال ولې چوپ دي نو پاکستان د تروریست پر ځای ماشومان او ملکیان وژني.»

د لاریون یو بل ګډونوال بلال منګل وایي: « پاکستان چې کوم بریدونه کوي، دا ټول په نړیوالو قوانینو کې جرم دی، پاکستان چې د تروریست په نوم پر افغانانو کوم بریدونه کوي، تروریست خپله په پاکستان کې دی.»

د امریکا سربېره‌ په وروستيو ورځو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانانو د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریونونه کړي دي.

د پاکستان هوايي‌ بریدونو کې د لسګونه ولسي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو بل لورته بیا پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د ملاتړو هدفونه یې په نښه کړي په داسې حال کې چې ټول یې ملکیان په نښه کړي.

پاکستان تل تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو په ګډون وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې پر دوی بریدنه کوي؛ خو د طالبانو حکومت بيا دا تورونه ردوي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي‌ هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

1 COMMENT

  1. زه نه پوهیږم چي دتروراوتروریست تعریف په بین المللي سطحه ځشي دی ،تر هغه خایه چی موږئي په رسنیو کي اورو اولولو ئی هغه ځوک چي بیګنا خلګ وژني اوملکي کورونه اوعامولمنفوعه تاسیسات له منڅه وړي هغه تروریست دي هغه که شخص وي یاهیواد نوزه نه پوهیږم چي ولي جهانیان دپاکستان پرکړونوچپه خوله دي خدای دي وکړي چي هغه د(پاتي اومرداري) قصه خوبه نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...