تاند (یک شنبه د کب – حوت ۲۴مه) عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په بغداد کې د امریکا پر سفارت د ایران د برید په غبرګون کې ویلي، چې د سفارتونو په نښه کول د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
خلیلزاد دا برید په “کلکو ټکو” غندلی او دا یې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف عمل بللی دی.
نوموړي ویلي چې دا برید یو ځل بیا ثابته کړه چې په تهران کې حاکم حکومت یو “یاغي او له قانون څخه وتلی” رژیم دی.
خلیلزاد ویلي چې، پر سفارتونو برید د نړیوالو حقوقو هغه بنسټ ویشتل دي چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې پرې ولاړې وي.
زلمی خلیلزاد په داسې حال کې دا غبرګون ښيي چې تېره ورځ د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندي برید شوی وو چې پایله کې یې په ودانۍ کې اور لګېدلی وو.
ایران وروسته له هغې په ځینو هېوادونو کې د امریکا اډې او تازه یې په عراق کې سفارت په نښه کړی چې، څو اونۍ وړاندې امریکاـ اسرائیلو پر دغه هیواد هوایي یرغل پيل کړ او د دغه هیواد مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي یې وواژه.
دغې پېښې دغه روانه جګړه لا پسې سخته او د سیمې ترڅنګ په نړیواله کچه یې اندېښنې زیاتې کړې.
خلیلزاد دعلی خامنه یی وژل او په لومړی حمله کی دنجونو مکتب بمباری کول اوپه سل ګونه ماشومانی وژل څنګه توجیه کوی هغه ټول جرمونه د امریکایی فرعون ټرمپ مسلم حق کڼی دی ته د فرعون ذ درباریانو توجیه ویل کیږی
د ښاعلي زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه باید وویل شي، چې په جګړه کې د دوښمن ټول دولتي ملکي، ديپلوماتیک او نظامي موسسات او تجارتي مراکز باید په نښه شي، چې هم اداري او هم نظامي او هم تجارتي ضربه ورکړل شي او ملک یې له ټولنیزې انارشي سره مخامخ شي! آیا په ایران کې د امریکا د تیري په ترڅ کې د نجونو د ښوونځي ویشتل او د ۲۰۰ تنو ماشومانو وژل روا دي او اسراییل په وروستیو څوو کلونو کې په فلسطین، لبنان او نورو ملکونو کې په لکهاوو بې ګناه او ملکي خلک ووژل او ټول ملکي تاسبسات یې ړنګ کړل، نو ایا د دغو غیر انساني کړنې توجیه دغه محترم څه ډول کوي.
په ۲۰۰۱ کال کې امریکایانو د ژمي په درشل کې افغانستان فرش-بمبار کړ، چې په یوه میاشت کې په زرهاوو بې ګناه خلک ووژل شول، تر یو لک انسانان مهاجر شول او په لکهاوو بیا بې کوره شول. آیا تسلیم شوي سرتېرې باید ووژل شي او که د ملل متحد له منشور سره سم د اسیر شوي سره انساني چلند وکړي، مګر په افغانستان کې د طالبانو تسلیم شوي په قلعه جنګي او بیا په دشت لیلي کې په بېساري بڼه وووژل شول، آیا دغه ښاغلی خلیلزاد د غو پیښو اړوند ځان مسؤل نه ګڼي! د کارمل خبره: دیګ که به ما نمیجوشد در ان ګو بجوشد! نو امریکایان او اسراییل به پرته له باسخواسته خلک وژني، ملکونه به ورانوي، د ابشتین په جزیره کې به صغیر-ګ.. کوي او د انسانانو د ژوند او مرګ پرېکړې به کوي، خو نور باید لاس تر ځینې کېني. زما په ګومان کږه خوله په سوک سمېږي! ځکه زور ته پوله نشته، وسلام
وه زما سر ناخلاص ملته. دا خبرې باید پنجابیانو کړې وای. هره خبره خپل ځای لري. بې له شکه چې امریکا ډېر ظلمونه کړي او لا یې هم کوي خو د خلیلزاد د دې خبرو په مقابل کې یې یادول دا معنی لری چې د پاکستان تیری او زیاتی جواز لري.
حبیب الله احسان
ثابته شوی نه ده چی ایران یو یاغی هیواد وی خو دا یو څرګند دی چی امریکائیان په معاصر تاریخ کی ډیر ظالم او ستمګر او توطئه ګر او متکبر خلګ دی.
خپله د عهد عتیق او عهد جدید منحرف شوی متونو ته معتقد او وفادار دی خو زموږ غوندی هیوادونو روشنفکران او تاریک فکران ئی د اسلام د ښکلی دین په وړاندی یاغی کړی دی.