Homeخبرونهستره محکمه: په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۶۲ کسان په عام محضر...

ستره محکمه: په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي

 تاند (یک شنبه د کب – حوت ۲۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د حمزه په خبره دغه کسان په ۲۷ ولایتونو کې په سزا رسېدلي دي او په وینا یې، په دغه موده کې بیا ۱۳۳زره او ۶۴۰ حقوقي او جزایي دوسیو ته رسېدنه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې تر دې وړاندې ویلي و، چې په ۲۰۲۵کال کې یې لږترلږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونوله امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یوه تازه خبر له مخې تازه د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل کې یې «د نشه‌یي ګولیو (ذېکپ، ټابلېټ کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق» په تور ۲۱ کسان په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي، چې دغه کسانو ته له اوو میاشتو څخه تر څلورو کالونو او درېيو میاشتو تنفيذي بند او له ۱۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان په وار – وار له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...