Home+د لوړ فشار د کنټرول اسانه لار

د لوړ فشار د کنټرول اسانه لار

تاند- د وینې لوړ فشار ته عموماً «غلی قاتل» وايي، ځکه چې پرته له څرګندو نښو زړه، دماغ، پښتورګي او د وینې رګونه زیانمنولی شي.

په نړۍ کې میلیونونه خلک هره ورځ د لوړ فشار لپاره درمل کاروي، خو طبي متخصصان وایي چې یوازې پر درملو تکیه کول بسنه نه کوي.

د څېړنو له مخې، منظم ورزش او د وېټامین سي استعمال کولی شي د وینې فشار په اغېزمن ډول راکم کړي. ورزش، که سپک وي او که متوسط، د وینې رګونه اراموي، د وینې جریان ښه کوي او ذهني فشار کموي. همداراز د وزن تر کنټرول لاندې ساتل هم د لوړ فشار د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

وېټامین سي یو پیاوړی انټي‌اکسیدان دی چې د وینې د رګونو دننه زیان کموي او د نایټرک اوکساید تولید زیاتوي، چې له امله یې رګونه پراخېږي او د وینې فشار راټیټېږي.

کارپوهان وایي چې ورزش او متوازنه غذا د ورځني ژوند برخه ګرځول د درملو ترڅنګ غوره پایلې ورکوي او د زړه او دماغ روغتیا ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...