Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، پر کندهار د پاکستان د تېرې شپې د بمبارۍ...

دفاع وزارت وايي، پر کندهار د پاکستان د تېرې شپې د بمبارۍ غچ یې واخیست

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۲۴ مه) د افغانستان دفاع وزارت وايي چې پر کندهار د پاکستان د تیرې شپې د هوايي بریدونو په ځواب کې یې نن د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستاني پوځ پر یوه ځانګړي کمپ هوايي برید کړی دی.

د دفاع وزارت په وینا، په دې غچ اخیستونکي برید کې، چې له بې پېلوټه الوتکو پکې کار واخیستل شو، د پاکستان د پوځي مرکز د کومانډو ودانۍ او نور مهم تاسیسات ویشتل شوي چې له کبله یې پاکستاني پوځیانو ته د سر و مال درانه تاوانونه اوښتي دي.

پاکستان تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او عموماً د هغو حملو په اړه چې د افغانستان له لوري کېږي، یا څه نه وايي یا یې بې اهمیته ښيي. خو یو شمېر پاکستانیانو په خواله رسنیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په مخنیوي کې د خپل پوځ پر پاتې راتلو پر له پسې نیوکې کړي دي.

د پاکستان جټ الوتکو تېره شپه (یکشنبه) په کندهار کې لږ ترلږه درې ځایه بمباري کړې ده.

پاکستان ادعا کړې چې په دې هوايي بریدونو کې یې په کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نخښه کړي او هغه تونل یې هم ویشتلی چې د دوی په وینا د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کېده.

خو ذبیح الله مجاهد که څه هم په کندهار هوايي بریدونه تاییدوي خو وايي هلته د معتادانو د درملنې یو روغتون او یو تش کانټینر ویشتل شوی او چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. مجاهد په عین حال کې ویلي و چې د دې برید غچ به ژر واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...