Home+د «وله یې مولوي صاحب!» حماسي شعرونو ټولګه چاپ شوه

د «وله یې مولوي صاحب!» حماسي شعرونو ټولګه چاپ شوه

یاده ټولګه د هېواد د معاصرو او مخکښو شاعرانو نږدې سل (۱۰۰) حماسي او ملي شعرونه رانغاړي، چې د وطنپالنې، مېړانې، یووالي او د ملي ارزښتونو د ساتنې موضوعات پکې انځور شوي دي. د شعرونو په منځ کې د هېواد د نامتو شاعرانو، لکه قدرمن پیر محمد کاروان، قاري عبدالستار سعید، اکرام الدین مفتون او استاد فضل ولي ناګار شعري بېلګې هم راغلې دي.
ددغه ټولګې شعرونه له هنري پلوه د خیال، تصویر، شعریت او فکري جوړښت له اړخه سنجول شوي او هڅه شوې ده چې موضوعات په نرمې، ادبي او درنې ژبې وړاندې شي. د ټولګې اساسي محور د هېواد مینه، ملي وقار، اتفاق او ټولنیز پیوستون دی.
د کتاب چمتو کوونکی د بغلان ولایت ځوان شاعر محمد حسن عمري دی. دا ټولګه په ۱۴۲ مخونو کې ترتیب او چاپ شوې ده. یاد اثر د کوم رسمي بنسټ، دولتي ارګان یا سیاسي ګوند د موخو استازیتوب نه کوي، بلکې د چمتوکوونکي خپلواک ادبي نوښت دی چې دغه هېوادني او ملي موضوعات یې د شعر په ژبه انځور کړي دي.
پر کتاب د ښاغلو داد محمد ناوک، ګل رحمن رحماني او مولوي عبدالسلام ضعیف یادښتونه هم راغلي چې د کتاب محتوايي او ادبي ارزونه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...