یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ګبريل ګارسيا ماركز

ګبريل ګارسيا ماركز

د نوبل د ادبي جايزې ګټونكى نامتو كولمبيايي ليكوال ګبريل ګارسيا ماركيز له نن څخه ۹۷ کاله پخوا (د مارچ شپږمه) د ۱۹۲۷ د مارچ په ۶ مه د کولمبیا د سانتاماریا سیمې د ارتاکاتا په کلي کې وزېږېد.

 مارکیز دومره مهم لیکوال دی چې یو کال نه يوازې د ده بلكې د ( One Hundred Years of Solitude (Cien años de soledad سل كاله يوازيتوب)ناول كال هم ونومول شو. دا ناول په ۱۹۶۲ م کال خپور شو او له کبله يې ګبريل ګارسياماركيز ته د نوبل ادبي جايزې مستحق شو.

مارکیز په ۲۰۰۲ كې خپل ژوندليك وليكۀ. دا كتاب په هماغه كال په هسپانيايي ژبو هيوادونو كې تر ټولو زيات پلورل كېدونكى كتاب ؤ. دا كتاب يو كال وروسته په انګرېزي ژبه وژباړل شو او انګليسي ژبو يې هم تود هركلى وكړ.

ګبريل ګارسيا ماركيز د كولمبيا په شمالي ښار (اراكاتاكا) كې دنيا ته سترګې رڼې كړې او د مور والدينو (نيكه ګانو) لوى كړ. ډېر وخت يې په اروپا او مكسيكو كې تېر كړى. هم يې ناولونه ليكلي او هم يې په سياست كې ګوتې وهلې او هم ژورناليست پاته شوى دى. د هغه لومړنى ادبي اثر (Relato de un náufragoاصلي نوم (The Story of a Shipwrecked Sailor) نومېږي چې په ۱۹۵۵ كې يې د ورځپاڼې لپاره په پر له پسې ډول ليكۀ.

ماركيز اعتراف كړى چې كه په نولس كلنۍ كې يې د كافكا د يوۀ اثر له لوستلو وروسته وپتېيله چې ليكوالي وكړي او له هماغه وخته وروسته يې پرېكړه وكړه چې د نړۍ مشهور ناولونه ولولي. د ماركيز په وينا كه په شل كلنۍ كې د ويرجينياولف په څېر له سترو ليكوالو سره نه واى بلد شوى، ښايي هيڅكله به يې هم نه واى غوښتي چې ليكوال شي.

ماركيز په روسي ليكوالو كې داستايفسكي او تولستوۍ ته تر نورو په درنه سترګه ګوري. د فرانسې په ليكوالو كې بالزاك او فلوبر تر نورو زيات خوښوي خو په بريتانيايي ليكوالو كې جېمز جويس، ويرجينيا وولف او چارلز ديكنز غوره ګڼي. ماركيز په امريكايي ليكوالو كې ويليم فاكنر، جان شتاين بك، ارنيست همينګوې او شرود اندرسن تر نورو اوچت ليكوالان بولي.

ماركيز څویلي و چې دوه زره پنځم كال د دۀ په ژوندكې داسې كال و چې حتى پر كاغذ يې كرښه راتېره نه كړه.

مارکیز د ۲۰۱۴ د اپریل په ۱۷ مه د مسکیکو په پلازمېنه مسکیکو سیټي کې ساه ورکړه.

د هغه ادبي آثار: (ناولونه)

In Evil Hour
1962
One Hundred Years of Solitude
1967
The Autumn of the Patriarch
1975
Chronicle of a Death Foretold
1981
Love in the Time of Cholera
1985
The Story of a Shipwrecked Sailor
1986
The General in His Labyrinth
1989
Of Love and Other Demons
1994

د لنډوكيسو ټولګې:

No One Writes to the Colonel
1968
Leaf Storm
1972
Innocent Erendira
1978
Strange Pilgrims
1992

غير داستاني آثار:

The Fragrance of Guava
1982
Clandestine in Chile
1987
News of a Kidnapping
1996
A Country for Children
1998

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب