Homeخبرونهم.م وايي د افغانستان - پاکستان جګړې د مرستندویو ادارو کارونه درولي

م.م وايي د افغانستان – پاکستان جګړې د مرستندویو ادارو کارونه درولي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) تر ۱۶۰ زره ډېر افغانان له خوړو بې برخې شوي ځکه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړو مرستندویې ادارې اړ ایستلي چې خپل کارونه ودرولي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د بیړنيو خوراکي مرستو د وېش ځنډ به نږدې ۱۶۰ زره کسان اغېزمن کړي. دې ادارې زیاته کړه چې هوايي بریدونو او ځمکنيو نښتو د نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو په ۴۶ ولسوالیو اغېز کړی دی.

ادارې ویلي:
« د خوړو نړیوال پروګرام مجبوره شوی چې په موقتي ډول د بیړنیو مرستو، ټولنیز ملاتړ، د ښوونځیو د خوړو پروګرام او د خلکو د معیشت اړوند فعالیتونه وځنډوي.»

د ادارې په وینا، له اغېزمنو ولایتونو څخه لږ تر لږه څلور ولایتونه مخکې له مخکې د بشري بحران له امله په لوړه کچه له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ وو، او تر نیمایي زیاتو هغو ولسوالیو کې چې جګړې پکې شوې دي د لوږې بیړنۍ کچه لیدل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان مشر جان ایلیف وویل:
«په غرنیو ولایتونو کونړ او ننګرهار کې مېشتې ټولنې، چې له مخکې څخه هم تر ټولو زیانمنې سیمې څخه دي، د تېر کال د زلزلې له امله کورنیو پکې خپل غړي، کورونه او د ژوند وسایل له لاسه ورکړل. اوس هماغه خلک یو ځل بیا د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او له پاکستان سره د شخړې له زیاتېدو سره مخامخ دي.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی تېره اوونۍ وروسته له هغه بیا زیات شو چې پاکستان د کرښې له هغې خوا هغه ځایونه بمباري کړل چې ادعا یې کوله د ترهګرو مرکزونه دي. افغانستان وروسته د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره جګړه پیل کړه.

ورپسې اسلام‌اباد اعلان وکړ چې له ګاونډي هېواد سره په “پرانیستې جګړه” کې دی، چې دې کار نړیواله ټولنه اندېښمنه کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (UNAMA) ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې لږ تر لږه ۴۲ ملکي کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي.

اسلام‌اباد ادعا کړې چې ځواکونو یې له ۴۳۰ څخه زیات افغان سرتېري وژلي دي، خو د کابل له خوا د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې له افغانستان سره سوله هغه وخت ممکنه ده چې طالبان له هغو وسله‌والو ډلو سره اړیکې پرې کړي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. هغه خبرداری ورکړ چې اسلام‌اباد به له خپلې خوا د ګواښونو پر وړاندې «ټول اړین اقدامات» وکړي.

هغه وویل:
«سوله یوازې هغه وخت ممکنه ده چې افغان طالبان د ترهګرۍ او ترهګرو سازمانونو ملاتړ بس کړي.»

هغه زیاته کړه چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره استفاده «د منلو نه ده».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...