Homeخبرونهپه روژه کې د لوړ فشار لرونکو ته سپارښتنې

په روژه کې د لوړ فشار لرونکو ته سپارښتنې

تاند(جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) په روژه کې د وینې د لوړ فشار ناروغانو ته ځانګړې پاملرنه ضروري ده، ځکه چې د روژې په ترڅ کې د خوړو عادتونه، د اوبو کمښت او د ژوند د طریقې بدلونونه د دوی د وینې پر فشار اغېز کولی شي.

د روژې په میاشت کې د لوړ فشار د ناروغانو لپاره ځینې مهمې سپارښتنې دا دي چې خپل صحت ښه وساتي:

۱. د درملو نظم مراعت کړئ
د لوړ فشار ناروغان باید د درملو په وخت کې بدلون ونه راولي. د روغتیا متخصصان وایي چې د روژه ماتې پر وخت د فشار دوا مه خورئ. ډاکټران سپارښتنه کوي چې ناروغان دې درمل د تراویحو له لمانځه وروسته وخوري څو ښه اغېز وکړي. که د دوا وخت مو تېر شي، نو دوه چنده دوا مه خورئ، بلکې بله ورځ یې له عادي وخت سره سم استعمال کړئ.

۲. د مالګې له زیات استعمال څخه ډډه وکړئ
د مالګې زیات استعمال د وینې فشار د لوړېدو خطر زیاتوي. په روژه کې د پشلمي او روژه ماتې پر مهال له ډېرو مالګینو خوړو لکه چپس، پراټو، چکنۍ او ورته خوړو څخه ډډه وکړئ. ښه ده چې په خوړو کې لږه مالګه وکاروئ او داسې خواړه وخورئ چې فشار کنټرول کړي، لکه سبزيجات او مېوې.

۳. د اوبو کافي استعمال
د اوبو کمښت د وینې پر فشار منفي اغېز کوي. د پشلمي او روژه ماتې ترمنځ کافي اندازه اوبه وڅښئ. هڅه وکړئ چې له روژه ماتې څخه تر پشلمي پورې لږ تر لږه ۸ تر ۱۰ ګیلاسه اوبه وڅښئ تر څو فشار مو کنټرول پاتې شي.

۴. د کم غوړ لرونکې شیدې وکاروئ
د کم غوړ شیدو استعمال د فشار په کمولو کې ګټور دی. دا شیدې د زړه د روغتیا لپاره هم ښې دي ځکه چې پکې غوړ کم وي.

۵. له ذهني فشار (سټریس) څخه ځان وساتئ
په روژه کې ذهني فشار د وینې فشار لوړولی شي. د فشار د کمولو لپاره مراقبه، ژورې ساوې او لمونځ کول ګټور دي. دا کارونه د فشار په ثابت ساتلو کې مرسته کوي.

۶. په مناسب وخت خواړه وخورئ
روژه ماتی د خورما او اوبو په خوړلو پیل کړئ. وروسته سپک او متوازن خواړه وخورئ. له ډېرو درنو او غوړو خوړو څخه ډډه وکړئ ځکه چې دا د وینې فشار اغېزمنوي.

۷. ورزش عادت وګرځوئ
که څه هم روژه یاست، خو سپک ورزش لکه قدم وهل د فشار په کنټرول کې مرسته کوي. غوره ده چې له روژه ماتې وروسته لږ ورزش وکړئ، خو له ورزش مخکې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

۸. د خوب اهمیت
د خوب کمښت هم د وینې فشار زیاتوي. په روژه کې کافي خوب کول ضروري دي تر څو بدن ارام شي او فشار کنټرول پاتې شي.

۹. د وینې فشار اندازه کول
په روژه کې خپل فشار په منظم ډول اندازه کړئ. که د فشار کچه لوړه شي، نو سمدستي له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره کولای شئ د روژې بې ستونزو تېرې کړئ، خو که اړتیا وي نو د خپل ډاکټر مشوره اخیستل مه هېروئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...