Homeخبرونهتېره شپه په ۷ ولایتونو کې له پاکستان سره نښتې وشوې

تېره شپه په ۷ ولایتونو کې له پاکستان سره نښتې وشوې

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴ مه) د دفاع وزارت مرستیال ویاند، صدیق‌الله نصرت نن (پنجشنبې) وویل چې تېره شپه د افغانستان په اوو ولایتونو لکه کندهار، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او نورستان کې  کې له پاکستان سره جګړې روانې وې.

نوموړي ادعا وکړه چې افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ پاکستاني سرتېري وژلي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه دا هم وویل چې په همدې موده کې درې افغان جنګیالي هم په دغو نښتو کې شهیدان شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیاد د پوځ په قول ویلی چې د کندهار قول اردو یې بمباري کړې ده.

خو د افغانستان ملي راډیو تلویزیون نن سهار (پنجشنبه) وویل چې د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه هڅه وکړه چې په کندهار کې پر قول اردو بمباري وکړي خو له عکس العمل سره مخامخ شوې او په خپله هڅه کې ناکامې شوې.

له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې چې د دوی ځواکونو په تېرو اتو ورځو کې ۴۸۱ افغان ځواکونه وژلي او ۲۲۸ پوستې یې ورویجاړې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ او چارواکي خپل لور ته د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه ځه نه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...