تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴مه) د پاکستان د شمال لوېدیځو سیمو اوسېدونکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه اکثره د روژه ماتې پر وخت پیلېږي او د دوی کورونه د لوګي او اور تر منځ پاتې کېږي.
فرید خان شینواری، چې د تورخم دروازې ته نژدې د لنډیکوتل اوسېدونکی دی، رویټرز ته وویل:
«د ورځې مهال بشپړه ارامي وي، خو کله چې موږ روژه ماتې ته کښېنو، دواړه لوري په ډزو پیل وکړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ په ډېر سخت حالت کې روژه ماتوو، ځکه هېڅکله نه پوهېږئ چې کله به مرمۍ ستاسو پر کور ولګيږي.»
د فرضي کرښې دې بلې غاړې ته افغانان هم ورته کیسې بیانوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې سخته بمباري او چاودنو ډېر خلک اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.
سلګونو کسانو په خیمو کې اړولي، او ځینې نور بیا هېڅ سرپناه نه لري.
پاکستاني چارواکي وايي چې په پښتونخوا کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښي دي.