بصیر عاصم
د سیاسي–فکري رهبرۍ په اړه اساسي تېروتنه دا ده چې رهبري یوازې د مقام، قدرت یا ظاهري نفوذ محصول ګڼل کېږي؛ حال دا چې رهبري تر هر څه وړاندې یوه فکري پدیده ده. د لته د رهبري درې بنسټیز عناصر فطري وړتیا، فکري محیط، او فرصت زموږ د تحلیل محتوا جوړوي. که دا درې واړه عناصر په متوازن ډول موجود نه وي، حتی د رهبرۍ تر ټولو وړ اشخاص هم نشي کولی رسمي مقام ته ورسېږي.
فطري وړتیا: د رهبرۍ لومړنی بنسټ
د رهبرۍ لومړی بعد فطري وړتیا ده. رهبري، لکه لیکوالي، شاعري یا هنري خلاقیت، طبیعي ریښه لري. هر انسان د رهبرۍ ظرفیت نه لري، ځکه دا یوازې یو اداري مهارت نه دی، بلکې د نظر د ژورتیا، تحلیلي انسجام، سیاسي درایت او اخلاقي جرئت مجموعه ده. هغه مفکر چې دا ځانګړنې ولري، کولای شي د ټولنې ستونزې تشخیص کړي، د وضعیت تر شا منطق درک کړي او بدیل وړاندې کړي. له همدې امله، بې له فطري وړتیا، رښتینې رهبري ناممکنه ده؛ او هره هغه رهبري چې له دې عنصره بې برخې وي، یوازې یو ظاهري او موقتي حالت دی.
فکري محیط: د وړتیا د ودې فضا
فطري وړتیا، که څه هم اساسي شرط دی، خو په یوازې ځان بسنه نه کوي. دا وړتیا د تحقق لپاره مناسب فکري محیط ته اړتیا لري. محیط دلته یوازې فزیکي فضا نه ده، بلکې د ټولنې ذهني جوړښت، ارزښتي نظام او فکري حساسیت دی. کله چې د یوې ټولنې ذهنیت د تفکر پر محور ولاړ وي، خلک رهبر د هغه د نظریې او تحلیل له مخې انتخابوي. په داسې حالت کې فکر تر مقام لوړ ارزښت لري او مفکر د رهبرۍ طبیعي انتخاب ګرځي. برعکس، که ټولنیز ذهنیت پر قومي تمایلاتو، شخصي اړیکو،.سیاسي مقام چې د اهلیت پر ځای د تعامل مصلحت پر بیناد رامنځته شوی او پر اقتصادي نفوذ ولاړ وي، نو وړ مفکر د سیاسي رهبرۍ د صحنې ایستل کیږي.
۳. فرصت: د عملي تحقق مرحله
حتی که فطري وړتیا موجوده وي او محیط هم د تفکر ملاتړی وي، بیا هم د رهبرۍ تحقق له درېیم عنصر یعنې «فرصت» پرته نیمګړی دی. فرصت د ټولنیز باور عملي بڼه ده؛ یعنې هغه مرحله چې ټولنه خپل باور په عمل کې بدلوي او مفکر ته د تصمیم نیولو او مشارکت زمینه برابروي. کله چې فرصتونه د لیاقت او تحلیلي ځواک پر اساس وېشل کېږي، وړ مفکر کولای شي خپل ظرفیت په عملي ډګر کې ثابت کړي. خو که فرصتونه یوازې د مالي توان، واسطو یا اداري شبکو په اختیار کې وي، نو د رهبرۍ وړ اشخاص له صحنې بهر پاتې کېږي.
د رهبرۍ په تحقق کې د ناکامۍ علتونه
د دې درېبعدي جوړښت له مخې، د رهبرۍ د وړ اشخاصو نه بریا په حقیقت کې د هغوی په ناتوانۍ کې نه، بلکې د ساختاري شرایطو په معکوس ترتیب کې نغښتې ده. کله چې دا درې عناصر په غیر عادلانه ډول تنظیم شي، رهبري خپل طبیعي مسیر له لاسه ورکوي. که فطري وړتیا وي خو محیط د فکر پر ضد وي، مفکر منزوي کېږي. که محیط مناسب وي خو فرصت ورنه کړل شي، وړتیا عملي بڼه نه اخلي. په پایله کې، که فرصتونه یوازې د اړیکو او مقام پر اساس ووېشل شي، نو غیر وړ کسان رسمي رهبرۍ ته رسېږي، حال دا چې رښتیني مفکرین له صحنې لیرې ساتل کېږي.
د سیاسي–فکري رهبرۍ درېبعدي نظریې پر بنسټ باور دادی چې رهبري نه یوازې فردي استعداد دی او نه یوازې ټولنیز جوړښت، بلکې د درې ګونو متقابل تعامل دی. فطري وړتیا بنسټ برابروي، فکري محیط ارزښت ټاکي، او فرصت یې تحقق ممکنوي. کله چې ټولنه تفکر ته لومړیتوب ورکړي، وړتیا فرصت مومي؛ او کله چې تفکر له ارزښته ولوېږي، نو وړتیا هم له مقامه بې برخې پاتې کېږي.
بصیر عاصم